تعقيبي- کابل (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٦): سيد حفيظ الله هاشمي د ټاکنو خپلواک کمېسيون د نوي کمېشنر په توګه وټاکل شو.
له ارګ څخه د مرغومي په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر د ټاکنو د کميسيون د يوه کمشنر لپاره له دريو هغه کانديدانو څخه نن انټرويو واخيست، چې د ګزينش کميټې لخوا دوه ورځې مخکې ولسمشر ته معرفي شوي وو.
سرچينې زياته کړې، ددې مرکو پر مهال د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش، اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، د سترې محکمې رييس قانونپوه سيد يوسف حليم، او لوى څارنوال محمد فريد حميدي هم ګډون درلود.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې له مرکې او د کانديدانو د اسنادو تر څېړنو وروسته سيد حفيظ الله هاشمي د ټاکنو د خپلواک کميسيون د غړي په توګه وټاکل شو.
تر دې مخکې د اجرائيه رياست يوې سرچينې د مرغومي په ٢٣مه پژواک خبري اژنس ته وويل چې سيد حفيظ الله هاشمي نن د ولسمشر له لوري د ټاکنو خپلواک کمېسيون د نوي کمېشنر په توګه وټاکل شو.
بل کانديد عبدالقادر ځاځي په خپله فيسبوک پاڼه کې ليکلي چې هاشمي د ټاکنو خپلواک کميسيون د نوي کميشنر په توګه ټاکل شوى دى.
هغه زياته کړه کړې: ((د ټاکنو کمیسسون د يو مشرتابه غړي د کمښت پروسه په ډېره شفاف ډول بشپړه شوه چې د زړه له تله پرې خوښ يم .له ولسمشر محمد اشرف غني څخه نړۍ مننه کوم چې سید حفیظ الله هاشمي يې د ټاکنو کمیسیون د يو مشرتابه غړي په حیث و ګوماره.))
د يادونې ده، د غوراوي کمېټې دوه ورځې وړاندې سيد حفيظ الله هاشمي، عبدالقادر ځاځى او اول الرحمن رودوال ولسمشر ته معرفي کړل څو له دې ډلې يو کس د ټاکنو کمېسيون د کمېشنر په توګه معرفي کړي.
سید حفیظ الله هاشمي د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ اوسېدونکى دى او ٤٧ کاله عمر لري.
هغه له دې مخکې د مشرانو جرګې د دارالانشاء د رئیس په توګه دنده ترسره کوله. دغه راز په کابل کې د ملګرو ملتونو ادارې د زېرمتونونو عمومي مسوول او د وزيرانو شورا د ترانسپورت رييس هم پاتې شوى او ځينې نورې دندې يې هم ترسره کړې دي.
هاشمي د کابل له میخانیکي لېسې فارغ شوى او وروسته يې د ننګرهار پوهنتون انجنيري پوهنځي کې تر دويم ټولګي زده کړې کړې خو د یادونې ده چې بهر ته د کډوال کېدو له امله ترې دغه زده کړې نیمګړې پاتې شوې دي.
دغه راز نوموړي د امریکا متحده ایالتونو د واشنګټن له نړیوال d1 پوهنتونه د ليسانس سند ترلاسه کړى او د ادارې او تجارت په برخه کې ماسټري لري.
هاشمي د هېواد پر ملي پښتو او دري ژبو سربېره په عربي او انګلسي ژبو هم پوهېږي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن