ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر او نورو چارواکو د کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلې د بريا مبارکي ویلې

ولسمشر او نورو چارواکو د کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلې د بريا مبارکي ویلې

author avatar
13 Jan 2018 - 14:36
ولسمشر او نورو چارواکو د کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلې د بريا مبارکي ویلې
author avatar
13 Jan 2018 - 14:36

کابل (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٦): د ولسمشر او اجرائيه رييس په ګډون ګڼ شمېر چارواکو په نړيوال جام کې د ١٩ کلنو ملي لوبډلې د بريا ستاينه وکړه.

د کرکټ ملي ١٩ کلنې لوبډلې په نيوزيلنډ کې د پيل شوي نړيوال جام سياليو په خپلې لومړۍ لوبه کې پاکستان ته ستره ماتې ورکړه.

پاکستان افغانستان ته د ١٨٩ منډو هدف ورکړى و چې افغان لوبډلې د دروېش رسولې د ٧٦ منډو په مرسته دغه هدف ترلاسه او لوبه يې وګټله.

ولسمشر اشرف غني پر دې تاريخي بريا ټولو هېوادوالو او په ځانګړې توګه ملي ١٩ کلنې لوبډلې ته مبارکي ورکړې ده.

هغه هيله څرګنده کړې چې ملي ١٩ کلنه لوبډله په نورو لوبو کې هم خپله وړتيا وښيي.

بلخوا د حکومت اجرائیه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله هم پر دې بريا خوښي څرګنده کړې، ملي ١٩ کلنې لوبډلې او ټولو هېوادوالو ته یې مبارکي ویلې ده.

نوموړي زياته کړې: ((زه د دې با ارزښته بري له امله تر ټولو وړاندې د کرکټ لوبغاړو او کرکټ بورډ او ورپسې د افغانستان ستر او ویاړلي ملت ته مبارکي وایم، خدای دې دا د بریاوو د پیل لړۍ کړي.))

ډاکتر عبدالله ويلي، افغان لوبغاړو نن په هر اړخیزې مسلکي لوبې سره سیاله لوبډله په ډېرې اسانۍ او مهارت سره له مخې لرې کړه او د نړیوال جام راتلونکي پړاو ته يو ګام نور هم نږدې شول.

د هغه په وينا، د افغان لوبغاړو نننۍ مسلکي او هر اړخیزه لوبه دا ښيي چې لوبډله له بشپړ ذهني او فزیکي پیاوړتیا سره په نړیوال جام کي لوبېږي او په راتلونکو لوبو کې به هم خپلو سیالانو ته ماتې ورکوي.

د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر هم ټولو ته د مبارکۍ ورکولو تر څنګ ويلي چې ځوانو اتلانو نن خپله وړتيا ثابته کړه.

هغه زياته کړه چې ټول هېوادوال پر خپلو اتلانو وياړي او په راتلونکو لوبو کې يې هغوى ته د بريا دعا کړې ده.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير او د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکتر عمرزاخېلوال هم د دې بريا مبارکي ټولو ته ورکړې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.