د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په نهو مياشتو کې د جګړو له امله د فارياب د برېښنا مزي ۵۲ ځلې پرې شوي

په نهو مياشتو کې د جګړو له امله د فارياب د برېښنا مزي ۵۲ ځلې پرې شوي

Jan 13, 2018 - 15:35

ميمنه (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٦): د فارياب برېښنا شرکت چارواکي وايي چې په وروستيو ٩ مياشتو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو په نښتو کې د برېښنا مزي ٥٢ ځلې پرې شوي چې له هر ځل پرې کېدو سره پنځوس زره کورنۍ له برېښنا محرومې شوې او دغه شرکت ته ګڼ زيان اوښتی دی.

د فارياب د برېښنا ادارې مشر سيد عبدالحميد وويل چې د ١٣٩٦ کال د ٩ مياشتو په ترڅ کې د ميمنې- اندخوى د ١١٠ کيلوولټه برېښنا لين ٥٢ ځله په لسو برخو کې د وسله والو مخالفينو او دولتي ځواکونو له لوري پرې شوى او برېښناي يې د ٨٦٠ ساعتونو لپاره پرې کړې ده، دا کار ددې لامل شوى چې برېښنا شرکت ونه شو کولى چې د پلان سره سم ٧٦ ميليون افغانۍ تر لاسه کړي.

هغه زياته کړه چې د برېښنا د لين د ٥٢ ځلې پرې کېدو په سبب برېښنا شرکت ته پر ځاني ګواښونو سربېره، څه باندې دوه ميليونه او څلور سوه زره افغانۍ زيان اوښتى دى چې دا پيسې د روغنياتو، سفريې، ويجاړو شوو تجهيزاتو لکه پايې، سيم، براکت، سيلټر او نورو ويجاړيو پر بيا پېرلو لګېدلي او د شرکت دوه پرسونل هم د نښتو پر مهال ټپي شوي دي.

د فارياب د برېښنا مشر وايي چې د وروستيو ٩ مياشتو جګړو کې وسله والو مخالفينو او دولتي ځواکونو سره ددې چې د برېښنا شرکت له کار او غوايدو غورځولى، مالي او ځاني زيانونه يې ليدلي، د ١١٠ کيلو ولټه برېښنا شاوخوا ٦٠ کيلومتره لين هم د خواجه شبزپوش، شيرين تګاب او دولت اباد په ساحه کې په بشپړ ډول زيانمن شوى او د کمزوري بايد او يخني سره هم پرې کېږي، بايد بدل شي.

نوموړي زياته کړه چې د ميمنې- اندخوى له ١١٠ کيلو ولټه برېښنا څخه د ميمنې ښار او پښتونکوټ، شېرين تګاب او خواجه سبزپوش ولسواليو ٥٧ زره کورنيو ته برېښنا ورکول کېږي.

د فارياب د برېښنا مشر زياتوي چې دولتي ادارې او د دغه ولايت خلک د برېښنا شرکت څخه شاوخوا ١٩٤ ميليونه افغانۍ پوروړي دي او هڅه کوي چې له خلکو دا پيسې واخلي.

په ورته وخت کې د فارياب اوسېدونکي وايي چې د ژوند چارې يې له برېښنا سره تنظيم کړې، کله چې برېښنا پرې کېږي، دوى هم د کار او هم د اقتصاد له اړخه زيان ګوري، پر دې سربېره ښار په بشپړه تياره کې ډوب وي او غلاوې ډېرېږي.

د محمد رسول په نوم دولتي کارکوونکي وويل چې په جګړو کې د برېښنا د مزو پرې کېدو په سبب يې زيان ليدلى دى، په مياشت کې څه کم لس زره افغانۍ تنخا اخلي، نه پوهېږي چې په دې پيسو د خپلو اولادونو لپاره ډوډۍ او جامې واخلي، يا يې د کور تودولو لپاره د ګازو، لرګيو او ډوډۍ په پېرلو ولګوي.

د کمپيوټري خدمتونو يوه مالک تواب له پژواک سره په خبرو کې وويل چې د برېښنايي مزو پر له پسې پرې کېدو له امله اړ شوى چې په ٢٥ زره افغانۍ جنراتور وپېري او کار وکړي.

هغه زياته کړه چې کله ښاري برېښنا وي، نو خپلو مشتريانو ته يوه پاه کاپي په دوه افغانۍ او يو عکس په لس افغانۍ اخلي، خو که شخصي وي، نو اړ دى چې يوه پاڼه کاپي په پنځه او عکس په شل افغانۍ واخلي، دا رښتيا هم پر خلکو ضلم دى.

د يار محمد په نامه يوه فلز کار وويل چې کله عمومي لين پرې شي، وزګار وي، د هټۍ کرايه او د شاګردانو ډوډۍ او تنخوا پرې اوړي، له بلې خوا نه شي کولى چې د خپلو مشتريانو کار په وخت سره تر سره کړي.

نوموړي له دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو وغوښتل چې پر خلکو رحم وکړي او د جګړې پرمهال د برېښنا لينونه او ستنې په نښه نه کړي.

په ورته وخت کې يوې باوري سرچينې د نوم نه اخيستلو په شرط وويل چې که د برېښنا دلين پرې کولو ٢٠ سلنه عاملين وسله وال مخالفين وي، نو ٨٠ سلنه ولسي پاڅوناول او دولتي ځواکونه پړه دي.

دغه سرچينې وويل: ((وسله وال طالبان په خواجه سبزپوش، شيرين تګاب او دولت اباد ولسوالي کې پراخه ساحې تر واک لاندې لري، ددې لويې لارې په اوږدو کې د نږدې ١١٠ kv برېښنا او دولتي پوستې مېشتې دي او کله دوى پر امنيتي ځواکونو ډزې وکړي، دولتي ځواکونه وارخطا کېږي، پرته له دې چې موخه په نښه کړي، په خپلو درنو او سپکو وسلو زرګونه مرمۍ فيروي چې پر لينونو لګېږي او پرې کېږي.))

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه د ويلي، خو د فارياب امنيتې قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش د جګړې له امله د برېښنا د مزو پرېکدو پخلى کوي، خو وايي چې دا پېښې تر ډېره د وسله والو مخالفينو د ډزو له امله پرې کېږي.

هغه زياته کړه چې امنيتي ځواکونو ته سپارښتنه شوې، څو د جګړې پرمهال هڅه وکړي چې د عامه ګټو تاسيساتو ته زيان ونه رسېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement