د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

چارواکي: پاکستاني ډاکټران په اروزګان کې د وسله والو مخالفينو درملنه کوي

چارواکي: پاکستاني ډاکټران په اروزګان کې د وسله والو مخالفينو درملنه کوي

Jan 13, 2018 - 17:11

ترينکوټ (پژواک ۲۳ مرغومی ۹۶): چارواکي وايي، څو تنه پاکستاني ډاکټران په اروزګان کې د ټپي وسله والو مخالفينو درملنه کوي.

په اروزګان کې د ملي اردو د څلورمې لوا قوماندان ډګروال رحمت شاه قېمتي د مرغومي په ٢٣مه، په ترينکوټ کې خبري غونډې ته وويل، چې دغو پاکستانيو روغتياپالانو د دغه ولايت په ځينو سيمو کې روغتیايي مرکزونه فعال کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پنځه میاشتې مخکې وسله والو طالبانو په اروزګان کې ټول روغتیايي مرکزونه ځکه وتړل، چې په خبره يې د دوی تر واک لاندې سيمو کې هغه ډول خدمات نه وړاندې کوي، چې ورته اړتیا وي.

خو دغه مرکزونه تېره مياشت بېرته پرانيستل شول.

د څلورمې لوا قوماندان ډګروال قېمتي وايي، د دوی د معلوماتو  له مخې، يادو روغتيايي مرکزونو ته هغه طالبان ور وړل کېږي چې په مرکز او يا هم ولسواليو کې له افغان دولت سره د جګړې پرمهال ټپيان شوي وي.

د هغه په وينا، په دغو روغتيايي مرکزونو کې له پاکستان څخه راغلي جراحي او يو شمېر نور ډاکټران کار کوي.

ده زياته کړه، دغه پاکستاني ډاکټران د ترينکوټ اړوند په سرخ مرغاب او چارچينو ولسوالۍ کې روغتيايي مرکزونو کې کار کوي او هلته د طالبانو درملنه کوي.

ځايي اوسېدونکو هم په خپلو سيمو کې پاکستاني ډاکټران ليدلي دي.

د سرخ مرغاب د بازار يوه اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي، پژواک ته وويل، چې د يادو ډاکټرانو اصلي مرکز د اروزګان ختيځ لوري د چنار په نوم سيمه کې دى او ټپي طالبانو هلته د جراحي عملياتو او نورې درملنې لپاره لېږل کېږي.

د اروزګان د عامې روغتيا رياست په دې اړه څه نه دي ويلي.

د څلورمې لوا قوماندان دا هم وويل، يو شمېر داعش کورنۍ او وسله وال په دې ولايت کې له طالبانو سره يو ځاى شوي او له هغوى سره يې په ګډه پر دولتي ځواکونو بريدونه کړي وو.

د هغه په وينا، په چارچينو ولسوالۍ کې د داعش تر ۹۰ زياتې کورنۍ مېشتې دي.

د پوځ دغه افسر وايي، له تېرې يوې مياشتې راهيسې په دغه ولایت کې د هوايي او ځمکنیو بریدونو پرمهال ګڼ شمېر بهرني او کورني جنګیالي وژل شوي او ټپيان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو موضوعاتو په اړه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement