د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​د هلمند والي د پوليسو د تشکيل له کموالي شکايت وکړ

​د هلمند والي د پوليسو د تشکيل له کموالي شکايت وکړ

Jan 13, 2018 - 16:50

لښکرګاه (پژواک،۲۳مرغومی۹۶): د هلمند والي پردې باندې په ټينګار چې وسله وال طالبان کمزوري شوي، وايي چې د سيمو د نيولو لپاره امکانات لري، خو د ساتلو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.

والي حيات الله حيات دغه خبرې د مرغومي په ٢٣مه په مرکز لښکرګاه کې په خبري غونډه کې وکړې.

هغه وويل، په دې وروستيو کې د پرله پسې پوځي عملياتو له امله وسله وال طالبان کمزوري شوي دي.

ده زياته کړه: ((د سيمو د نيولو توان لرو، خو د پوليسو تشکيل کم شوى دى او د سيمو د ساتلو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ يو.))

هغه وايي، په هغو سيمو کې چې د پوستو د جوړولو امکانات لږ دي، له مرکز سره يې شريکې کړي دي.

د والي په وينا، دوه کاله وړاندې کله چې څو سيمو د طالبانو لاس ته ورغلې، نو د کورنيو چارو وزارت د دې ولايت د پوليسو تشکيل کم کړ چې دغې کار اوس ستونزې پيدا کړې دي.

دغه راز په دې غونډه کې د پولیسو د ۵۰۵ بست زون قوماندان مل پاسوال غلام  داود تره خېل هم وويل چې د پوليسو تشکيل کم شوى دى، خو زياتوي چې پوليس د عملياتو مسووليت نه لري.

ده هيله وښوده چې په نوي کال کې به دغه ستونزې تر ډېره بريده هوارې شي.

د هغه په خبره، ډېر ژر به پراخ عمليات هم وشي او د ملکو وګړو ژوند ته به ځانګړې پاملرنه وشي.

بل لور ته خلک بيا له پوځي عملياتو خوښ نه دي.

د نادعلي ولسوالۍ د ګروپ شش سيمې اوسېدونکي سردار محمد پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونه ډېر وخت عمليات کوي، خلک له ستونزو سره مخامخ کوي، خو بيا بېرته سيمې طالبانو ته پرېږدي.

دى زياتوي: ((که امنيتي ځواکونو ته ډوډۍ ورکړو، طالبان مو ځوروي او که طالبان مو له کورونو پر امنيتي ځواکونو ډزې وکړي، بيا مو هغوى په عذابوي.))

نوموړي له امنيتي ځواکونو غوښتنه وکړه چې له عملياتو وروسته بايد په سيمه کې پوستې هم جوړې کړي.

هلمند د افغانستان تر ټولو ناامنه ولايت دى چې دا مهال يې شپږ ولسوالۍ له وسله والو طالبانو سره دي او د پاتې نورو يې يواځې مرکزونه د حکومت په لاس کې دي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement