د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​سرچينه: په ترکيه کې د افغان سولې په اړه غونډه پيل شوه

​سرچينه: په ترکيه کې د افغان سولې په اړه غونډه پيل شوه

Jan 13, 2018 - 19:20

کابل (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٦) : سرچينې وايي، د ترکيې په استانبول ښار کې د افغان سولې په اړه څلور اړخيزه غونډه، نن پيل شوه.

د يادې غونډې يوه ګډونوال د مرغومي په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا غونډه نن پيل او تر درېيو ورځو (دوشنبې) پورې به دوام ولري.

يادې سرچينې چې د دې غونډې څو عکسونه يې هم له پژواک اژانس سره شريک کړي، وويل چې دا ناسته د ترکيې د حکومت په همکارۍ جوړه شوې ده.

د يادې غونډې دغه ګډونوال وايي، په دې ناسته کې د طالبانو د قطر  دفتر، د ملا محمد رسول ډلې، د افغان حکومت او د حزب اسلامي استازو برخه اخيستې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د طالبانو له خوا رحمت الله وردګ، د ملا رسول ډلې له خوا ملا رووف او عبدالحليم، له حزب اسلامي افغانستان څخه حاجي دواجان احمدزی او همايون جرير او د سولې شورا د رئيس کريم خليلي استازي ډاکټر بصير په دې ناسته کې برخه لري.

د استانبول د ناستې دغه ګډونوال وويل، تر دې مخکې هم دا ډول دوه ناستې په تېر ميلادي کال کې په ترکيې شوې وې، خو په اړه يې معلومات نه وو خپاره شوي.

دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د راپورونو له مخې، د ترکيې دولت طالبانو ته د سياسي دفتر د خلاصولو وړانديز هم کړى دى.

د حزب اسلامي يوه وياند محمد نادر افغان پژواک اژانس ته ياده ناسته تاييد کړه، خو ويې ويل چې همايون جرير او دواجان احمدزي د حزب اسلامي په استازيتوب ګډون نه دى کړى.

هغه زياته کړه، جرير د ولسمشر سلاکار هم دى او کېداى شي دواړو کسانو ته په شخصي توګه بلنه ورکړل شوي وي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا يوې سرچينې هم پژواک اژانس ته ومنله، چې په ترکيه کې دا ډول يوه ناسته نن پيل شوې ده،خو نور جزئيات يې ورنه کړل.

خو طالبانو ته يوې نږدې سرچينې په ترکيه کې د سولې خبرې تاييد کړې، خو ويې ويل چې په دې ناسته کې د طالبانو د اصلي ډلې ملا هيبت الله استازو ګډون نه دى کړى.

ده زياته کړه، په دې غونډه کې د رحمت الله وردګ په نوم يوه طالب برخه اخيستې ده. وردګ د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان ملي بانک او بيا د استخباراتو کارمند و او له تېرو څو کلونو راهيسې په دوبۍ کې د شاتو کاروبار کوي

د هغه په وينا، په ترکيه کې دا درېيمه غونډه ده چې ترسره کېږي او اوسنۍ غونډه ترکيې ته د اسلامي حزب د مشر ګلبدين حکمتيار د سفر په نتيجه کې جوړه شوې ده.

بلخوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي، چې د ترکيې په ناسته کې ددوى استازو ګډون نه دى کړى او په دې اړه خپاره شوي راپورونه حقيقت نه لري.

هغه زياته کړې : (( موږ نه هلته کوم استازی استولی او نه هم هلته ګډونوال زموږ استازیتوب کولای شي. دا جعلي استخباراتي دسیسې او پروسې دي.))

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement