کابل (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٦): کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د لوړېدو ترڅنګ د تېلو او سرو زرو بيې لوړې شوې، خو د قزاقي اوړو بيه راټيټه شوې ده.
د کابل ښار په شهزاده سراى کې د صداقت صرافۍ د معلوماتو پر بنسټ، نن د يوه امريکايي ډالر ارزښت ٦٩،٧٠ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٦١٨ افغانۍ دى.
د روانې مياشتې په ١٦ مه نېټه، د يوه امريکايي ډالر ارزښت ٧٠ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٦٢٤ افغانۍ و.
د يادې صرافۍ يوه کارکوونکي وويل، مرکزي بانک د افغانيو ارزښت د لوړولو لپاره بازار ته د ډالرو وړاندې کولو ترڅنګ، ځينې نور ګامونه هم پورته کړي دي.
د تېلو بيه لوړه شوې ده.
د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي وويل، نن د تېرې شنبې په پرتله د يوه ليټر ډېزل تېلو بيه له ٤٥ افغانيو ٤٦ افغانيو او د يوه ليټر پټرول تېلو بيه له ٤٤ افغانيو ٤٥ افغانيو ته لوړه شوې ده.
د هغه په وينا، د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بيو د لوړېدو له امله هېواد کې هم د تېلو بيه لوړه شوې ده.
خو د اوبلن ګاز او لرګيو بيې په خپل حالت پاتې دي.
د کابل ښار د کلوله پشتې بازار يوه اوسېدونکي احمدالله وويل، د تېرو اوو ورځو په څېر د يوه کيلوګرام اوبلن ګاز بيه ٥٥ افغانۍ ده.
دغه راز د کابل ښار د شهيد څلورلارې يوه لرګي پلورونکي حاجي حسين وويل، نن د تېرې شنبې په څېر د يوه خروار بې پوسته بلوط لرګيو بيه ٧٨٠٠ افغانۍ او د يوه خروار سرې ارچې بيه ٧٢٠٠ افغانۍ ده.
د قزاقي اوړو بيه راټيټه شوې ده.
د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن وويل، نن د تېرې شنبې په پرتله د پنځوس کيلوګرامه قزاقي اوړو عمده پلور بيه د زياتو وارداتو له امله له ١١٤٠ افغانۍ، ١١٣٠ افغانۍ ته راټيټه شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن