ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې کارغان د انفلونزا پر ناروغۍ اخته شوي

خوست کې کارغان د انفلونزا پر ناروغۍ اخته شوي

author avatar
14 Jan 2018 - 11:10
خوست کې کارغان د انفلونزا پر ناروغۍ اخته شوي
author avatar
14 Jan 2018 - 11:10

خوست ښار (پژواک، ۲۴ مرغومی ۹۶): د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولين وايي، څېړنو ښودلې ده چې په خوست کې کارغان د انفلونزا پر ناروغۍ اخته شوي دي.

له تېرو څو اوونيو راهيسې د خوست په بېلابېلو سيمو کې د ناڅرګند علت له امله د کارغانو د مړينې راپورونه ورکړل شوي وو او خلکو ته يې اندېښنې پيدا کړې وې.

په همدې موخه خوست ته د کرنې او مالدارۍ وزارت تللی پلاوی وايي، کابل ته د مړه شوو کارغانو په لېږلو سره څېړنو وښوده چې کارغان د انفلونزا پر ناروغۍ اخته دي.

د ياد پلاوي مشر جهانګير مياخېل د مرغومي په ٢٤مه پژواک اژانس ته وويل چې انفلونزا تثبيت شوې ده، خو زياته يې کړه، تر اوسه نه ده څرګنده شوې چې دا ناروغي نورو حيواناتو او انسانانو ته هم لېږدول کېږي که څنګه.

نوموړى وايي چې په همدې موخه نورې څېړنې هم دوام لري خو په موقت ډول يې خوست ولايت ته په راوړونکو او وړونکو چرګانو کې د احتياطي تدابيرو له اخیستو خبر ورکړ.

په ورته وخت کې د خوست د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکتر ګل محمددين منګل پژواک اژانس ته وويل چې تر اوسه په انسانانو کې د دې ناروغۍ کومې نښې نښانې نه دي څرګندې شوې.

خو نوموړي د دې ناروغۍ د احتمالي لېږد د ژغورنې لپاره له خلکو وغوښتل چې وقايوي لارښوونې په پام کې ونيسي، له کارغانو او ځينو نورو مرغانو څخه لرې و اوسي.

ډاکتر ګل محمددين منګل زياته کړه چې د انفلونزوا له کبله مړه شوي کارغان روغتيايي کارکوونکو راټول کړي، ځيني يې په ژور ځای کې خښ کړي او ځيني نور يې سوځولي دي.

د خوست د کرنې او مالدارۍ رييس سميع الله نصرت پژواک اژانس ته وويل چې په نورو حيوانانو او انسانانو کې د يادې ناروغۍ د تشحيص لپاره يې اړين وسايل له کابل نه خوست ولايت ته راوړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.