ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نيمروز کې په نشه د روږدو کسانو شمېر ١٣ زره کسانو ته رسېدلى

نيمروز کې په نشه د روږدو کسانو شمېر ١٣ زره کسانو ته رسېدلى

author avatar
14 Jan 2018 - 18:16
نيمروز کې په نشه د روږدو کسانو شمېر ١٣ زره کسانو ته رسېدلى
author avatar
14 Jan 2018 - 18:16

زرنج (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٦): د نيمروز ولايت چارواکو په داسې حال کې په ياد ولايت کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د شمېر د زياتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې د نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر له ١١ زره کسانو ١٣ زره کسانو ته لوړ شوى، چې د دغو کسانو له جملې يې ډېرى له ګاونډيو هېوادونو راغلي دي.

د پژواک خبري اژانس ترلاسه کړې شمېرې ښيي، چې تېر کال په نيمروز ولايت کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر د ١٠ تر ١١ زره کسانو پورې وو، خو اوسمهال دغه شمېر ١٣ زره کسانو ته رسېدلى چې يوازېنى لامل يې په اسانه توګه نشه يي توکو ته لاسرسى او د درملنې لپاره د مناسبو ګامونو نه پورته کول دي.

د نيمروز ولايت د عامې روغتيا رياست سرچينې هم په دې اړه اندېښنې ښيي چې په دغه ولايت کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې زياتيږي.

د نيمروز ولايت د عامې روغتيا رياست د معتادينو د درملنې د کلينيکونو برخې مسوول ډاکټر سيدخېلي کاظمي وويل، که څه پر نشه يي توکو د روږدو کسانو په اړه کره احصاييه نه ده شوې، خو بيا هم کېداى شي په ياد ولايت کې له ١٢ زره تر ١٣ زره معتادين شتون ولري.

هغه زياته کړه، يو شمېر ډېر کسان چې د کار په موخه له افغانستان بهر تللي؛ په نشه يي توکو روږدي شوي او له هغه وروسته بيا خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

نوموړي، کاري فشار، رواني فشار، د معتادينو موجوديت او په کاري سيمو کې نشه يي توکو ته په اسانه توګه لاسرسى هغه اساسي ټکي وبلل چې له امله يې دغه کسان پر نشه يي توکو روږدي شوي دي.

د نوموړي په وينا، اوسمهال د نيمروز ولايت په زرنج ښار کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې دوه مرکزونه شتون لري، چې د ښځينه معتادينو د درملنې په مرکز کې ٢١ ښځې او د نارينو د درملنې په مرکز کې ٥١ کسان تر درملنې لاندې دي، چې د دوى له جملې يې هر ناروغ له ٤٥ ورځنى درملنې وروسته خپلو کورنيو ته سپارل کېږي.

د نيمروز ولايت د عامې روغتيا رياست ياد چارواکي وويل، چې په يادو مرکزونو کې تر اوسه پورې درې زره معتاده ښځې او اته زره معتاده سړي خپلو کورنيو ته سپارل شوي، خو له دې ډلې يې يو شمېر بيا نشه يي توکو ته مخه کړې ده.

د نيمروز د روغتيا رياست د شمېرنې پر بنسټ، په ياد ولايت کې ٨٠ سلنه کسان هغه څوک دي چې د کار کولو په موخه له هېواده بهر تللي، بيا د بېلابېلو لاملونو له امله  پر نشه يي توکو روږدي او بيرته خپل هېواد ته راستانه کړل شوي دي.

نيمروز کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست سرپرست محمدعلي هم پژواک ته وويل، په دغه ولايت کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو له ټولو کسانو يې تر پنځو زرو پورې کسان بې سرپناه او د کوڅو ژوند کوي.

د فيض محمد په نوم يوه بې سرپناه معتاد وويل، د تخار ولايت اصلي اوسېودنکى دى او په ايران کې دولس کاله کار کړى، چې د ډېر کاري فشار او له خپله هېواده د لرې والي له امله پر نشه يي توکو روږدى او بيا څه موده وړاندې له ايران بيرته راوشړل شو، چې اوسمهال له خپلې کورنۍ لرې په نيمروز کې ژوند کوي.

هغه زياته کړه: “يوه موده کېږي چې له ايرانه راشړل شوى يم، شپه او ورځ په واټونو کې پروت يم او بهر ته هم نشم تللى؛ ځکه د خپل کور پيسې هم نه لرم؛ کله راسره څوک مرسته کوي او کله نه.”

دغه راز د زرنج ښار اوسېدونکي د معتادينو له لوري د دوى د کورونو د مالونو له غلا سر ټکوي.

د زرنج ښار اوسېدنکي احمد وويل، په نشه يي توکو روږدي کسان د زرنج ښار په هره څنډه کې په ازاده توګه نشه يي توکي کاروي او هيڅوک هم د دوى د راټولولو په غم کې نه دي.

هغه وويل: “تر ټولو مهمه لا دا ده چې هيڅوک هم د خپل کور دروازه خلاصه نه شي پرېښودلى؛ ځکه په نشه يي توکو روږدي کسان ترې غلا کوي، تر دې چې د شپې له لوري هم معتادين مسي او المونيمي سيمونه قيچي کوي او بيا يې پلوري، څو د خپلو توکو لپاره پيسې ترلاسه کړي.”

د نيمروز امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول محمد عمري پژواک ته وويل، چې پوليسو څو ځلې د زرنج له ښار پر نشه يي توکو روږدي کسان راټول کړي او بيا يې د عامې روغتيا رياست او د حاجي نذير نظري روغتيايي مرکز ته سپارلي دي؛ څو له يوې خوا له ښار راټول کړي او شوي او له بل لوري يې درملنه هم وشي.

نوموړي دغه راز زياته کړه، چې په روانه مياشت کې هغه ١٢ مرکزونه چې په کې نشه يي توکي پلورل کېدل د پوليسو له لوري له پېژندل کېدو وروسته تړل شوي او په اړوند يې يو شمېر کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د نيمروز ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د نشه يي توکو د قاچاق او پېر او پلور په تړاو يې ډېر شمېر کسان نيولي، خو کره شمېره يې نه په ډاګه کوي.

د عامې روغتيا او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارتونو د معلوماتو پر بنسټ، په هېواد کې له درې نيم مليون زيات کسان پر نشه يي توکو روږدي دي؛ چې له دې جملې يې له ٣٠ سلنه زيات کسان ماشومان او ښځې دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.