ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ترکيه کې د اور لګېدنې له امله دوه افغانان مړه شوي

په ترکيه کې د اور لګېدنې له امله دوه افغانان مړه شوي

author avatar
14 Jan 2018 - 16:01
په ترکيه کې د اور لګېدنې له امله دوه افغانان مړه شوي
author avatar
14 Jan 2018 - 16:01

کابل (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٦): د ترکيې په استانبول ښار کې د اورلګېدنې له امله دوه افغانان مړه او يو شمېر نور بې هوښه شوي دي.

ترکي رسنيو خبر ورکړى چې دا پېښه دوه ورځې مخکې د استانبول ښار بيلکدوزو سيمه کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې په ياده سيمه کې شاوخوا ٢٢ افغان او پاکستاني کډوال په اوو کانټينرونو کې اوسېدل او اور په يوه کانټينر کې له برېښنايي بخارۍ لګېدلی و.

په راپور کې راغلي چې دغه کډوال له تېرو اوو مياشتو راهيسې دلته اوسېدل، له لارو او کوڅو یې کاغذونه راټولول او بيا يې د هغو د پلور له لارې خپل لګښتونه پيدا کول.

له دغو کډوالو محمد اسلام ترکي رسنيو ته ويلي چې په يوه کانټينر کې بخارۍ تر سهاره لګېدلې وه چې له امله يې لومړۍ کمپلو اور اخيستى او بيا اور ټول کانټينر ته سرايت کړى و.

د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې دوه افغانان او يو پاکستانى وګړى مړه شوي او يو پاکستانى کډوال په ټپي حالت کې روغتون ته لېږدول شوى دى.

سرچينه وايي چې په دې پېښه کې ١٧ تنه نور کډوال د لوګي له امله بې هوښه شوي وو، چې تر لومړۍ درملنې وروسته روغ شول.

د يادونې ده، اروپايي هېوادونو ته د تګ لپاره ترکيه د پول حيثيت لري، له اسيايي هېوادونو غير قانوني کډوال دغه هېواد ته ځانونه رسوي او بيا د وچې او کښتيو له لارې اروپايي هېوادونو ته ځي چې ډېرى مهال د کښتيو د چپه کېدو له امله هر کال سلګونه کډوال په بحر کې ډوبيږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تېر زېـږديز کال لسګونه زره افغانان په غير قانوني توګه اروپايي هېوادونو ته تللي چې يو شمېر يې په لاره خپل ژوند لاسه ورکړى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.