ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پروان کې د ښوونکو د ښارګوټي لسګونه جريبه ځمکه غصب شوې

په پروان کې د ښوونکو د ښارګوټي لسګونه جريبه ځمکه غصب شوې

author avatar
14 Jan 2018 - 16:14
په پروان کې د ښوونکو د ښارګوټي لسګونه جريبه ځمکه غصب شوې
author avatar
14 Jan 2018 - 16:14

کابل (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٦): په پروان ولايت کې د ښوونکو ښارګوټي شاوخوا ٨٥ جريبه ځمکه د زورواکو له لوري غصب شوې، خو نه يوازې چې دغه غاصبين مجازات شوي نه دي، بلکې چارواکي يې له نوم اخيستلو هم ډډه کوي.

د پروان د پوهنې مشر زلمي شهيد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ښارګوټى ٤٤٨ جريبه مساحت لري او د پروان د مرکز چاريکار ښار شمال کې موقعيت لري.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه ښارګوټي کې ٦٦٨ جريبه استوګنيزې نومرې شته چې ٢٤٠ جريبه ځمکه يې نيولې او په ١٣٩١ کال کې پر ښوونکو وېشل شوې دي.

د هغه په خبره، ټاکل شوې وه چې په روان کال کې د دغه ښارګوټي دويمه برخه کې چې ٢٠٨جريبه ځمکه کېږي، د ښوونکو لپاره ٦٠٠ نومرې ووېشل شي، څو څلوېښت سلنه يې (٨٣ جريبه) د زور واکو له لوري غصب شوې ده.

هغه همدارنګه زياته کړه چې د ښارګوټي لومړۍ برخه کې هم د پارک و نورو چارو لپاره د ځانګړې شوې ځمکې دوه جريبه د زور واکو له لوري غصب شوې ده.

زلمي شهيد د غاصبينو نوم ياد نه کړ او وويل چې غاصبين په غصب شوو ځمکو کې د شپې له خوا کورونه جوړوي.

نوموړي پر دې وضعيت د اندېښنې څرګندولو تر څنګ وويل چې د غصب شوو ځمکو په اړه يې اړونده ادارو لکه د ولايت مقام، امنيتي ارګانونو او څارنوالۍ ته راپور ورکړى دى، خو تر اوسه پورې ددغه ځمکو د غصب مخنيوي په اړه اقدام نه دى شوى.

هغه زياته کړه: ((لاسوهنه مې کړې، د غصابينو پر وړاندې مې مېړانه کړي، تر دې چې له سختو ګواښونو او اخطارونو سره مخ شوى يم، له دې زيات مې مکلفيت نه درلود او نه يې لرم.))

د پروان وال محمد عاصم عاصم تاييد کړه چې د ښوونکو د ښارګوټي ځينې برخې د زور واکو له لوري غصب شوې دي.

هغه وويل: ((سره ددې چې د ښوونکو ښارګوټي د غصب مخنيوي لپاره مو اقدامات کړي، په دې ساحه کې امنيتي حوزه شته، خو پوليس مو نه شي کولى چې شپه ورځ دې هلته وي، غاصبين د شپې له تيارې په ګټه اخيستلو سره د ښوونکو د ښارګوټي ځمکې غصبوي.))

هغه زياته کړه چې پوليسو په بيا بيا په غصب شوو ځمکو کې د جوړو شوو څلور دېواليو دېوالونه نړولي، خو بيا هم د ځمکو د غصب مخنيوى نه دى شوى.))

د هغه په خبره، ټاکل شوې چې د ښوونکو د ښارګوټي د دويمې برخې د احاطې دېوال ورغول شي، څو د غصب مخنيوى وشي.

د پروان والي هم د هېڅ کوم يوه غاصب نوم ياد نه کړ، خو وويل چې غاصبين با صلاحيته او با نفوذه خلک دي، غصب کړې ځمکې پر عامو خلکو پلوري او په دې توګه خلک له دولت سره مخامخ کوي.

د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان مموزي د ښوونکو ښارګوټي د غصب موضوع تاييد کړه او وويل: ((په ساحه کې مو امنيتي حوزه شته، ساحه مو تر کنټرول لاندې ده، خو ځينې وختونه خلک له پوليسو پټ غصب کوي او که چېرته پوليسو کنټرول نه وى کړى، د ښوونکو ټول ښارګوټى به يې غصب شوى و.))

هغه زياته کړه چې د ځمکو د ځينو غاصبينو نومونه د بېلابېلو ارګانونو له لوري قوماندانۍ ته په را استول شوو مکتوبونو کې ثبت دي.

خو مموزي د ياد شويو کسانو د نوم د اشوا کولو په اړه وويل:” چا چې دولتي ځمکې نيولې او غصب کړې د نوم اخيستل يې څه ګټه لري؟ بايد ددې ستونزې د حل لاره پيدا کړو. “

د پروان د استيناف څارنوالۍ مشر عبدالحفيظ اصولي هم د جزئياتو له وړاندې کولو پرته وويل چې څارنوالۍ د ولايت د مقام او د پوهنې رياست له خوا ددولتي ځمکو د غصب په اړه مکتوبونه ترلاسه کړي او له مخې يې د ځينو کسانو د جلب په شان يو لړ اقدامات ترسره کړي دي، خو په دې اړه پلټنې نهايي شوې نه دي.

د ښوونکو اندېښنې

د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ د کلای خواجه کلي اوسېدونکی او د دغه ولايت د مرکز نعمان لېسې يو ښوونکي ۵۶کلن بشير احمد اميد وويل چې ۲۵کاله يې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړې ده، خو په کرايي کور چې اوسېږي او د ځمکې اخيستلو او کور جوړولو وس نه لري.

د هغه په وينا، د پروان د پوهنې له رياسته يې د يوې نمرې ځمکې ترلاسه کولو غوښتنه کړې وه او هيله يې درلوده چې د يوې نمرې ځمکې خاوند به شي، خو د ښوونکو ښارګوټۍ غصب شو او اوس ده ته ځمکه نه ده ورکړی شوې.

نوموړې د دغه وضعيت په اړه اندېښنه په ډاګه کړه او ويې ويل: “زور واکان تل د مظلومانو حق اخلي “

د پروان د مرکز هوفيان شريف د هلکيانو  ښوونځي  ۵۰کلن ښوونکی عبدالرووف چې هغه هم د ښونکي په توګه کابو ۲۵کاله کار کړی او په کرايي کور کې ژوند کوي، وويل:”دوه مياشتې وړاندې مې د ځمکې د نمرې فورم ترلاسه کړ، مراحل يې طی شول او ټاکل شوې وه چې سږ کال موږ ته د ځمکې نمرې را وويشي، خو ځمکه غصب شوه، زموږ چانس و سوځېد او بې کوره پاتې شوم.”

د هغه په وينا، معارف د يوه هېواد د ملا تېر دی او د پوهنې د ودې لپاره بايد د ښوونکو لپاره د ژوند اړين امکانات برابر شي.

خو هغه د ښوونکو د ښار کوټي د ځمکې غصب ته په اشارې سره وويل چې په افغانستان کې نه يوازې دا چې ښوونکي تقدير کېږي نه، بلکې ددولت د نه پاملرنې له امله يې د زور واکانو حقوق هم نقض کېږي.

د پروان د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې،د ياد شوي ولايت په بېلا بېلو ښوونځيو کې د کابو زر تنو ښځينه ښوونکو په شمول نږدې شپږ زره ښوونکي دندې ترسره کوي.

په پروان ولايت کې د ځمکو د غصب ستونزه د ښوونکو پر ښار ګوټي سربېره، په نورو سيمو کې هم شتون لري.

ددغه ولايت چارواکي وايي چې په کابو وروستۍ يوه نيمه لسيزه کې، ددغه ولايت په بېلا بېلو سيمو کې ټول ټال شاوخوا ۲۵زره جريبه ځمکه غصب شوې ده.

د ځمکو د غصب ستونزه د هېواد په نورو ولايتونو کې هم شته .

د افغانستان د اراضۍ ادارې د معلوماتو له مخې، د هېواد په درېيو ولايتونو کې شاوخوا ۱.۳ ميليون جريبه دولتي ځمکه غصب شوې ده. افغانستان ټول ۳۴ولايتونه لري.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.