فيروزکوه (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٦): په غور ولايت کې امنيتي سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې د امن او عامه نظم يوه پوليس سرتېري خپل يو همکار وژلى او درې نور يې ټپيان کړي دي.
په غور ولايت کې د عامه نظم کنډک رييس ارکان عبدالرب غوربندي پژواک خبري ژانس ته وويل چې نن سهار د دغه کنډک يوه سرتېري د فيروزکوه ښار شمال ته په شاتيغ پوسته کې له ټيلېفوني مکالمې وروسته پر خپل يوه همکار ډزې کړې دي.
نوموړي زياته کړه چې په دې پېښه کې يو سرتېرى وژل شوى او در نور ټپيان دي، خو تر اوسه د پېښې اصلي لامل نا څرګند دى.
د غور امنيتي چارواکو په خبره، هغه پوليس پر خپلو همکارانو يې ډزې کړې وې، نيول شوى او اوسمهال تر پلټنو لاندې دى.
دا په داسې حال کې ده چې د غور يو شمېر اوسېدونکي په فيروز کوه ښار کې د امن او عامه نظم سرتېرو پر بې نظمۍ نيوکه کوي، په تر ټولو تازه پېښه کې دوې ورځې وړاندې ددې کنډک يوه سرتېري يو ځايي خبريال د ښار په منځ کې وهلى ډبولى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن