ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار ځینې نجونې پر دېوالونو د نقاشۍ له لارې خلک ټولنیز عدالت ته را بولي

د تخار ځینې نجونې پر دېوالونو د نقاشۍ له لارې خلک ټولنیز عدالت ته را بولي

author avatar
14 Jan 2018 - 15:45
د تخار ځینې نجونې پر دېوالونو د نقاشۍ له لارې خلک ټولنیز عدالت ته را بولي
author avatar
14 Jan 2018 - 15:45

تخار (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٦): د تخار په مرکز تالقانو کې څو نجونو روانو ناخوالو ته د خلکو او حکومت د پام اړونې لپاره پر دېوالونو د انځورونو کښل پيل کړي دي.

د دې نجونو له ډلې اوستا ناصري د مرغومي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له يو کال راهيسې يې د تالقانو ښار په ګڼ مېشتو سيمو کې پر دېوالونو د انځورونو کښل پيل کړي دي.

هغې زياته کړه: ((دېوالي نقاشۍ له ټولنیزو ناخوالو او نابرابریو د پردې پورته کولو تر ټولو زوروره وسیله ده.))

په دغو انځورونو کې له ښځو سره تاوتريخوالى، د نشه يي توکو زيانونه، جبري ودونه، ناوړه دودونه، سوله او له هېواد سره مينه نندارې ته وړاندې شوي دي.

دغه راز بلې نقاشې کرشمې نوري پژواک ته وويل، دغو انځورونو سره له دې چې د تالقانو ښار ښکلى کړى، د خلکو لپاره يو مثبت پيغام هم لري.

د هغې په وينا، له دې انځورونو څخه د دوى موخه ټولنيز عدالت او په ټولنه کې ناخوالو ته د خلکو او حکومت د پام اړول دي.

په دغه ولايت کې لسګونه نورې نجونې هم پر دېوالونو ورته انځورونه جوړوي.

د همدې موضوع په اړه په تخار کې د مدني ټولنې غړي منيراحمد هدف پژواک ته وويل چې پر دېوالونو د انځورونو کښل د نجونو له لوري یوه نوې او په زړه پورې هڅه ده او بايد دوام ورکړي.

هغه وايي، پر دېوالونو د انځورونو کښل، لکه د رسنيو په څېر د ذهنيتونو په روښانه کولو او له ناخوالو سره په مبارزه کې ستر رول لري.

دې زياته کړه: ((ښځو ته په سیاسي او ټولنیزو چارو کې لازمه ونډه نه ورکول کېږي، دېوالي نقاشۍ کولی شي د نجونو شته والی په ټولنه کې ثابت کړي او دېوالي نقاشۍ د مېرمنو د اعتراض لپاره تر ټولو مهمه وسیله ده چې خپل پیغام خلکو ته ورسوي.))

د همدې موضوع په تړاو د تخار د اطلاعاتو او کلتور رییس عاقبت الله ادیب یار پژواک ته وويل، له دوو کلونو راهيسې پر دېوالونو د انځورونو کښل په دغه ولايت کې دود شوى دى.

ده زياته کړه: ((دوه کاله مخکې پيل شوه، خو په دې وروستيو کې يې ډېر رشد کړى او د نجونو ونډه هم په کې ډېره ښکاره ده.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.