ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ریکتر ۵،۳ درجې زلزلې د هېواد ځینې برخې ولزولې

د ریکتر ۵،۳ درجې زلزلې د هېواد ځینې برخې ولزولې

author avatar
14 Jan 2018 - 15:33
د ریکتر ۵،۳ درجې زلزلې د هېواد ځینې برخې ولزولې
author avatar
14 Jan 2018 - 15:33

کابل (پژواک، ۲۴ مرغومى ۹۶): د ریکتر ٥،٣ درجې زلزلې د افغانستان ځينې برخې ولړزولې، خو د اوښتو زيانونو او مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

د امريکا متحده ايالتونو د ځمک پېژندنې اداره وايي، نن له غرمې وروسته يوه بجه او نهه څلوېښت دقيقې د ریکتر ٥،٣  درجې زلزلې د افغانستان شمال ختيځې سيمې ولړزولې.

سرچينه د يادې زلزلې مرکز د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې تر ځمکې  ٢٠٤،٢ کيلومتر لاندې ښودلى دی.

د دې زلزلې کمرزوي ټکانونه د پلازمېنې کابل په ګډون په څو نورو ولايتونو کې هم حس شوي، خو تر دې دمه يې د زيانونو او مرګ ژوبلې په اړه راپورونه نه دي خپاره شوي.

دوه کاله وړاندې په افغانستان او پاکستان کې د شوې زلزلې له امله نږدې ۳۰۰ تنه مړه شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.