ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د داعش ۱۷ وسله وال وژل شوي

ننګرهار کې د داعش ۱۷ وسله وال وژل شوي

author avatar
14 Jan 2018 - 13:10
ننګرهار کې د داعش ۱۷ وسله وال وژل شوي
author avatar
14 Jan 2018 - 13:10

جلال اباد (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٦): چارواکي وايي چې د ننګرهار په دوو ولسواليو کې د عملياتو پر مهال د داعش ١٧ وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار ولايت مقام له خوا د مرغومي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ ناوخته د هسکې  مېنې ولسوالۍ د  انګور کلا په ساحه کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې پر داعش وسله والو بريد وکړ.

سرچينې زياته کړې چې په دغه بريد کې د داعش ١٤ او دغه راز د اچين ولسوالۍ د پېښې په سيمه کې هم د هوايي بريد په ترڅ کې د یادې ډلې درې وسله وال وژل شوي دي.

د ولايت مقام د کشفي  معلوماتو له مخې وايي چې په دغو هوايي بریدونو کې د داعشيانو يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم له منځه تللې.

سرچينه زیاتوي چې په وژل شوو کې يو شمېر بهرنيان هم شامل دي.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار پوليسو په اچين ولسوالۍ کې د ځانګړو عملياتو پر مهال د خود سازه ماينونو او مهماتو يوه زېرمه کشف کړې ده.

د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال پژواک ته وويل چې په دې زېرمه کې ١٥ کړۍ د وسايطو ضد ماينونه، پنځه فيره د چريکې هوان مرمۍ، شپږ د راکټ مرمۍ، اته د وسط هاوان مرمۍ او يوه اندازه چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى شوي وو.

سرچينې ويلي چې په دې تړاو څوک نه دي نيول شوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.