جلال اباد (پژواک ۲۴ مرغومی ۹۶): د کورنيو چارو او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په ګډو هڅو ننګرهار کې د پوسته خانو له لارې د پاسپورټونو د وېش بهير پيل شو.
د مخابراتو وزارت چارواکي وايي، په ولايتونو کې يې د پوسته خانو له لارې د پاسپورټونو د وېش بهير له ننګرهاره پيل کړ او راتلونکي کې به دغه بهير نورو ولايتونو ته هم وغځول شي.
د مرغومي په ۲۴مه د ننګرهار د مخابراتو رياست په انګړ کې د وزارت د مسوولينو او ننګرهار ولايت چارواکو له لوري د دغه بهير رسمي پرانيسته وشوه.
د ننګرهار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رييس عبدالرزاق ثاقب وايي، تر دې وړاندې برېښنايي پاسپورټونه د امنيه قوماندانۍ له خوا خلکو ته وېشل کېدل، چې هم يې ګڼه ګوڼه زياته کړې وه او هم ډېر کله د خلکو پاسپورټونه ورکېدل.
دی وايي، سر له نن څخه دغه ستونزه حل شوه او ټولو ننګرهار مېشتو ته به پاسپورټونه د پوسته خانو له لارې وېشل کېږي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنيکي او مسلکي معين انجنير احمد شاه سادات وايي، په ولايتونو کې د پوسته خانو له لارې د پاسپورټونو د وېش بهير له ننګرهار ولايت څخه پيل شو.
هغه زياته کړه، دغه لړۍ اوسمهال يواځې مرکز جلال اباد ښار کې پيل شوې او ډېر ژر به ولسوالیو ته هم وغځول شي.
د وسيع الله په نوم يو تن پاسپورټ اخیستونکی هم د پوسته خانو له لارې د پاسپورټونو په وېش خوښ دی او وايي، پخوا به يي امنیه قومندانۍ کې د اونۍ په مشخصو دوه ورځو کې د پاسپورټ اخیستو ته انتظارکاوه؛ خو اوس دغه ستونزه حل شوه.
تر دې وړاندې ننګرهار کې د امنيه قوماندانۍ له لارې د پاسپورټونو د وېش بهير مخته وړل کېده، چې ډېر کله يې خلکو په ورځو ورځو له انتظار وروسته هم کابل ته تګ لپاره مجبور کړي او يا يې هم له کابل څخه ننګرهار ته د راتګ لپاره مجبور کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن