ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د دوو قبيلو تر منځ اوږدمهاله دښمني حل شوه

پکتيا کې د دوو قبيلو تر منځ اوږدمهاله دښمني حل شوه

author avatar
14 Jan 2018 - 19:50
پکتيا کې د دوو قبيلو تر منځ اوږدمهاله دښمني حل شوه
author avatar
14 Jan 2018 - 19:50

ګردېز (پژواک ٢٤ مرغومى ٩٦): د پکتيا په ډنډپټان سرحدي ولسوالۍ کې د منګلو او خروټو تر منځ ٢٤ کلنه شخړه په سوله ييز ډول حل شوه.

د يادو قبيلو تر منځ دا شخړه د ځمکې، اوبو او غرونو په سر وه او په دې اوږده موده شخړه کې دواړو خواوو ته ګڼه مرګ ژوبله اوښتې وه او يو پر بل يې لارې تړلې وې.

دا شخړه د پکتيا د بېلابېلو قبيلو د مخورو په هڅو د جرګو له لارې حل او لارې يې بېرته پرانيستل شوې.

د دې ولايت قومي مشر جنت خان منګل وايي چې په ياده شخړه کې دواړو خواوو ته ډېر مالي او ځاني زيانونه اوښتي و او د دواړو قبيلو د اوسېدونکو ژوند يې تريخ کړی و.

هغه له نورو هغو قبيلو چې ورته خپلمنځۍ ستونزې لري، غوښتنه وکړه چې خپلې ستونزې د حل په موخه قومي مشرانو ته وړاندې او له لارې ورته بدبختۍ پاى ته ورسوي.

دى زياتوي: ((دا لويه شخړه د درنو سپين ږيرو په وجود کې د دولت په پاملرنه حل شوه او دواړو خواوو د بدۍ پر ځای يو بل ته د ورورۍ غېږې ورکړې او د ابد لپاره د دوی تر منځ مشکل حل شو.))

د دواړو ښکېلو قبيلو اوسېدونکي او ځوانان هم په شوې پرېکړه خوښ دي او وايي چې نه غواړي نور يې ژوند د جګړې په تياره او تباهۍ کې تېر شي.

د خروټو قبيلې مخور عبدالله پژواک ته وويل، غواړي اولادونه يې تعليم او له تاوتريخوالي لرې د امن په فضا کې ژوند وکړي.

دی زياتوي: ((دا فيصله موږ ته قبوله ده، موږ خپلو ماشومانو ته ښه راتلونکی غواړو؛ له ټولو نېکخواه او محترمو مشرانو مننه کوو.))

د منګلو قومي مشر جان محمد هم شوې پرېکړه مني او وايي چې ياده شخړه آن د يوه انسان د ژوند ارزښت نه لري او لازمه ده چې ورته ستونزې ژر تر ژره حل شي.

ده وويل: ((دا فيصله منو، ښه ده چې نور خلک له مرګ ژوبلې نه بچ پاتې شي او نور څوک ضايع نه شي.))

دی هم له نورو قبيلو غواړي چې که ورته خپلمنځۍ ستونزې لري، نو د جرګو له لارې دې يې حل کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.