ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزى: افغانستان کې د امريکا شتون بايد د سولې او امنيت راوستو لپاره وي

کرزى: افغانستان کې د امريکا شتون بايد د سولې او امنيت راوستو لپاره وي

author avatar
14 Jan 2018 - 18:35
کرزى: افغانستان کې د امريکا شتون بايد د سولې او امنيت راوستو لپاره وي
author avatar
14 Jan 2018 - 18:35

کابل (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٦): مخکيني ولسمشر حامد کرزي وايي، په افغانستان کې د امريکا شتون بايد د سولې او امنيت راوستو لپاره وي، نه په دې سيمه کې د کړکېچ او بې ثباتۍ د زياتولو لپاره.

د ده له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې کرزي د اروپایي او امنیتی پالیسي لپاره د اتریش انستیتیوت په بلنه دغه هېواد ته سفر کړى او ياد شوې څرګندونې يې په ویانا دیپلوماتیک اکاډمۍ کې د وینا پر مهال کړې دي.

ده ويلي، د امریکا متحده ایالات باید د افغانستان مشروعه بنسټونو، قانون، رسوم او عنعناتو او په ځانګړې توګه لویې جرګې ته، چې د افغانستان د خلکو د ذهنیتونو او افکار ګډه هینداره ده او کولی شي په افغانستان کې د امریکا اوږد مهالي حضور ته هم مشروعیت ور وبښي، په کلکه درناوی وکړي.

هغه زیاته کړې، د متحده ایالاتو حضور په افغانستان کې باید د سولې او امنیت د راوستو لپاره وي نه په افغانستان او سیمه کې د کرکېچ او بی ثباتي د زیاتوالي لپاره.

د هغه په وينا، افغانستان ته د سولې او ثبات د راوستو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې امریکا باید د سیمې د هېوادونو اعتماد ترلاسه او له دوی سره رښتينې او نږدې همکاري وکړي.

مخکيني ولسمشر همداراز ويلي چې اروپایي هېوادونه باید په افغانستان کې خپلې تګلارې او سیاستونه په مستقیمه او مستقله توګه پر مخ بوځي او په پراخه کچه افغانستان ته د سولې د راوستو لپاره مرسته او همکاري وکړي په دې توګه به بېځایه شوي افغانان وکولای شي بېرته خپل ټاټوبي ته راستانه شي او دغه همکاري به مرسته وکړي چې افغانستان یو ځل بیا د کړکېچ له مرکز څخه د همکارۍ په مرکز بدل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.