ايبک(پژواک،۲۵مرغومی۹۶): د سمنګانو ولايت امنيې قومانداني وايي چې په ياد شوي ولايت کې يې د يوه پوځي طالب چارواکي په ګډون ددغې ډلې څلور کسان له ۵۰۰کيلوګرامه چاودېدونکو توکو سره نيولي دي.
د يادې شوې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول دويم څارن منير رحيمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون مازيګر په ايبک ښار کې هغه مهال څلور طالبان چې په سمنګانو کې ددغې ډلې پوځي مسوول صالح محمد چې په مولوي شاه مشهور دی هم په کې شامل دی نيول شوي چې په سراچه موټر کې يې ۵۰۰کيلوګرامه چاودېدونکي توکي لېږدول.
د نوموړي په وينا، نيول شوو کسانو دغه چاودېدونکي توکي د سمنګانو په مرکز ايبک ښار کې د ولايت پر مقام او يا کومې پوځي ودانۍ د بريد په موخه له دره صوف پايين ولسوالۍ څخه لېږدول.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه د ي ويلي.
دولتي سرچينو کابو يوه مياشت وړاندې هم په دره صوف پايين ولسوالۍ کې له چاودېدونکو توکو ډک يو ډينا موټر او دوه کسان نيولي و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن