جلال اباد (پژواک، ۲۵ مرغومی ۹۶): د ننګرهار چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د غير قانوني وسلو او نظامي تجهيزاتو ټولولو برخه کې د ولسمشر حکم په جديت سره عملي کوي.
د دغه ولايت چارواکو او خلکو د مرغومي په ۲۵مه په جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د يوې سترې غونډې پرمهال د دغه فرمان په پلي کېدو ټينګار وکړ.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دغې سترې ولسي غونډې پرمهال ټينګار وکړ چې د دغه ولايت د نظامي ځواکونو په همکارۍ به په جديت سره په دغه ولايت کې د غير قانوني وسلو او تجهيزاتو ټولو په اړه د ولسمشر فرمان پلی کړي.
هغه وويل، د غير قانوني وسلو موجوديت د هيچا په خير نه دى.
دی وايي، دغه لړۍ څو اوونۍ وړاندې پيل شوې او تر دې وروسته به له نور جديت څخه هم کار واخيستل شي.
يادې غونډې ته د وينا پرمهال د قومونو او قبايلو په چارو کې د ولسمشر سلاکار قمر الدين شينواري وويل، د نظام سياست د جګړې او وسلې سياست نه دی، د سولې سياست دی؛ خو که بیا هم څوک د جګړې سياست باندې مخته ځي؛ نو امنيتي ځواکونه به ورسره په کلکه مبارزه وکړي.
هغه وويل چې د غير قانوني وسلو راټولېدل د ټولو هېوادوالو غوښتنه ده او امنيتي ځواکونه يې د مخنيوي لپاره موظف شوي دي.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزيري خلکو ته ډاډ ورکړ، چې امنيتي ځواکونه د خپل سر په بدله د دوی ساتنې ته چمتو دي او هېچا ته به د ترهګريزو اعمالو د ترسره کولو فرصت ورنه کړي.
دی وايي، د ملي اردو ځواکونه چمتو دي چې له خپلو نورو امنيتي ځواکونو سره په ګډه د غير قانوني وسلو د راټولولو په برخه کې همکاري وکړي.
د ننګرهار امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي د غير قانوني وسلو ګرځوونکو ته ګواښ وکړ، که يې په خپله خوښه وسلې دولت ته تسليم نه کړې؛ نو دوی به يې پر وړاندې عمليات وکړي.
هغه زياته کړه: ((موږ ورته دا وايو که مو خپلې وسلې تسليم نه کړې؛ ستاسو امنيتي او دفاعي ځواکونه به درپسې درځي، وسلې به مو قيدوي او تاسو به بنديانوي.))
په غونډه کې د خلکو په استازيتوب ننګرهار کې د قومونو د يووالي شورا مشر لعل اغا کاکړ وويل، ولس چمتو دی د هغو خلکو پر خلاف د دولت ملاتړ وکړي، چې د دولت د پرېکړو مخالف کارونه کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن