ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې پر يوه امنيتي پوسته د طالبانو بريد کې پنځه پوليس وژل شوي

فراه کې پر يوه امنيتي پوسته د طالبانو بريد کې پنځه پوليس وژل شوي

author avatar
15 Jan 2018 - 12:24
فراه کې پر يوه امنيتي پوسته د طالبانو بريد کې پنځه پوليس وژل شوي
author avatar
15 Jan 2018 - 12:24

فراه (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٦): ځايي خلک وايي چې فراه ښار ته څېرمه په سيد اباد کلي کې د پوليسو پر يوه پوسته د مخالفو وسله والو په بريد کې پنځه پوليس وژل شوي او دوه نور تر دې دمه ورک دي.

د دغه کلي يوه اوسېدونکي ګل اغا پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه شاوخوا ١٢:٠٠ بجې پر یاده پوسته بريد وکړ او پوسته يې ونيوه.

د هغه په خبره،  پوسته نن سهار شاوخوا څلور بجې بېرته د دولتي ځواکونو تر کنټرول لاندې راغلې او په سيمه کې ځايي پوليسو نن سهار خلکو ته ويلي چې په دغه بريد کې پنځه پوليس وژل شوي او دوه نور تر اوسه ورک دي.

يو شمېرو نورو ځايي اوسېدونکو هم د ګل آغا د خبرو پخلى وکړ.

د فراه امنيتې قوماندانۍ د امنيت امر سمونمل ګلبهار مجاهد بيا د دولت د وسله والو مخالفينو له لوري د پوستې نيولو خبره رد کړه او د جزيياتو له ورکړې پرته يې وويل چې په دې نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې دا پوسته تېره شپه د طالبانو له خوا نيول شوې او د پوستې اووه ميله وسله هم طالبانو ته په لاس ورغلې ده.

هغه هم زياتوي چې په دې نښته کې د پوستې د قوماندان په ګډون پنځه پوليس وژل شوي دي.

تېره شپه درېيمه شپه وه چې طالبانو د فراه مرکز کې پر امنيتي پوستو بريدونه کول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.