ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې د ١،٢ ميليارده افغانيو په لګښت ۱۴۴ پروژې بشپړې شوې دي

لغمان کې د ١،٢ ميليارده افغانيو په لګښت ۱۴۴ پروژې بشپړې شوې دي

author avatar
15 Jan 2018 - 12:23
لغمان کې د ١،٢ ميليارده افغانيو په لګښت ۱۴۴ پروژې بشپړې شوې دي
author avatar
15 Jan 2018 - 12:23

مهترلام (پژواک، ٢٥ مرغومی ۹۶): چارواکي وايي چې لغمان کې د تېرو شاوخوا دوه نيمو کلونو پر مهال د څه باندې ١،٢ ميليارده افغانيو په لګښت ۱۴۴ ټولګټې پروژې پلې شوې او د يونيم ميليارد افغانيو په ارزښت نورې پروژې تر کار لاندې دي.

د چارواکو په وينا، دغو پروژو زرګونه کسانو ته د کار زمينې برابرې کړې او ګټه يې د دغه ولايت لسګونو زرګونه کورنيو ته رسېدلې ده.

په تېرو دوه نيمو کلونو کې بشپړې شوې پروژې

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې لغمان ته د والي په توګه د عبدالجبار نعيمي له راتګ سره سم نوموړي له اړوندو وزارتونو سره ناستې وکړې او د لغمانيانو اصلي ستونزې يې ورسره شريکې کړې.

دی وايي، له والي سره د ډېرو پروژو ژمنې وشوې چې د والي د ټينګار او له پرله پسې غوښتنو او پلټنو وروسته يې عملي چارې هم پيل شوې دي.

ځواک زياتوي، په تېرو دوه نيمو کلونو کې لغمان د ١،٢ ميليارده افغانيو په ارزښت د ۱۴۴ ټولګټو پروژو د پلي کېدو شاهد و.

د هغه په وينا، په دغو پروژو کې د وړو سربندونو، ويالو، پليو لارو او پلچکونو له رغونې نيولې، د دولتي ودانيو، تاريخي ابداتو، تاسيساتو، سړکونو او پارکونو د جوړولو تر څنګ ان د برېښنا د بندونو سروې هم شامل دي.

د پروژو تر نيمايي زياتې يې د بېلابېلو وزارتونو له انکشافي بوديجې څخه پلې شوې؛ خو په لغمان کې د فعالو غير دولتي موسساتو او ادارو کارونه هم تر څلوېښت سلنې برخه جوړوي.

د والي وياند د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو له ډلې د يو ميليارد او ٣٣ ميليونه افغانيو په ارزښت ۹۳ لويې او وړې پروژې د وزارتونو د انکشافي بوديجې له لارې بشپړې شوې او د پاتې ۱۶۹ ميليونه افغانيو په لګښت يې ۵۱ پروژې غير دولتي موسساتو پلې کړې دي.

دی وايي، په دغو پروژو کې تر ټولو ستر کارونه د تنګي دولت شاه، کله ګوش او وطن ګټو برېښنا بندونو او شاهي او ګمبيري کانالونو سروې ګانې دي چې د لغمان ولايت لپاره حياتي ارزښت لري او په نږدې راتلونکي کې به يې عملي چارې هم پيل شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د رغونې همدغه چټک بهير په مرسته د لغمان تر شلو ډېرې دولتي ادارې (رياستونه، امريتونه او مديريتونه) د خپلو ودانيو لرونکي شوي او لا هم پر ځينو کار روان دی.

دی وايي، په دغو پروژو کې تر ۴۰زره زياتو کسانو ته لنډمهال او يو شمېر نورو ته يې اوږودمهال کارونه هم پيدا شوي او ګټه يې په مستقيم او غير مستقيم ډول لسګونه زرګونه کورنيو ته رسېدلې ده.

تر کار لاندې پروژې

د والي وياند سرحدي ځواک وايي، اوس مهال هم په دغه ولايت کې د يو ميليارد او ۵۷۷ ميليونه افغانيو په لګښت لسګونه پروژې تر کار لاندې دي چې له ډلې يې د ١،٥ ميليارده افغانيو په ارزښت د وزارتونو د انکشافي بوديجې له لارې د ۸۰ پروژو کارونه دي.

د هغه په وينا، اوسمهال په لغمان کې د دولتي پروژو تر څنګ د ۷۷ ميليونه افغانيو په ارزښت لسګونه د غير دولتي موسسو پروژې هم مخې ته روانې دي چې په نږدې راتلونکي کې به ترې د لغمان زرګونه اوسېدونکي ګټه پورته کړي.

هغه وايي، تر کار لاندې پروژو کې د سراج تاريخي کلا، د مهترلام بابا زيارت او د يو شمېر نورو مهمو ځايونو بيارغول او بادپښ ولسوالۍ ته د پاخه سړک جوړول تر ټولو مهم کارونه دي.

د پروژو پر وړاندې خنډونه او حل يې

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وايي چې تر اوسه ورته د پروژو د تطبيق پر وړاندې کومه لويه ننګونه او خنډ نه دي رامنځته شوي.

ځواک زياتوي، پروژې تر ډېره د ولسونو په غوښتنې او د هغوی په خوښه پلې شوې، نو نه ورته د خلکو له خوا کوم مشکل رامنځته شوی او نه هم خلکو وسله والو ته اجازه وکړې چې ستونزه رامنځته کړي.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي وايي، بايد لومړيتوب يې بيارغونې ته ورکړل شي، که چېرې بيارغونه وي، نو خلکو او په ځانګړې توګه ځوانانو ته کارونه پيدا کېږي، د خلکو لومړنۍ ستونزې هوارېږي او همدغه کار بيا سولې او امنيت رامنځته کولو کې مرسته کوي.

والي وايي چې د بيارغونې پروژو د پلې کولو پر مهال له کومو ستونزو او ننګونو سره نه دى مخ شوی، خو که چېرې کومه وړه ستونزه پيدا شوې، نو د سيمې د قومي مشرانو، مخورو او اوسېدونکو په مرسته او همکارۍ يې هواره کړې دي.

د خلکو استازي او اوسېدونکي

د لغمان د ولايتي شورا غړي محمد ظاهر حسين خېل پژواک ته وويل چې د پروژو تر تطبيق وړاندې له خلکو سره خبرې اترې شوې او د هغوی ملاتړ جذب شوی دی.

هغه له اوسنۍ ادارې او په ځانګړې توګه له والي عبدالجبار نعيمي مننه وکړه چې لغمان ته د والي په توګه د ده تر راتګ وروسته په دغه ولایت کې د بيارغونې انقلاب رامنځته شو.

د لغمان ځوان مدني فعال ذبيح الله نيازي پژواک ته وويل چې ځوانانو هم د پروژو له تطبيق څخه په کلکه ملاتړ کړی او په ټولو ساحو کې يې دغې چارې ته زمينه سازي کړې ده.

د نوموړي په وينا، که څه هم په دغه ولايت کې ځينې امنيتي ستونزې او ننګونې وې، خو دغه کار د بيارغونې مخه ډپ نه کړه او د پروژو تطبيق په ښه توګه ترسره شو.

دغه راز مدني فعاله کوکو ګل ساپۍ وايي، مېرمنې حاضرې دي چې د خنډونو پرمهال وسله والو ته هم د ننواتو په خاطر ورشي، څو د پروژو د تطبيق مخنيوی ونه کړي.

د پروژو تنظيم او متوازن وېش

د لغمان والي وايي چې د پروژو متوازن انکشاف او د پروژو تنظيم ته يې ډېره پاملرنه کړې ده.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې له غير دولتي موسساتو سره د پروژو د ټکر مخنيوي ته څومره پاملرنه شوې؟ وويل: ((په مياشت کې دوه د همغږۍ غونډې کېږي چې د غير دولتي موسساتو مسوولين هم په کې وي، په دې غونډو کې د روانو پروژو او خلکو اړتياوو په اړه بحث کېږي چې بيا ټولې پروژې له همدغه ځايه انتخابېږي.))

د والي وياند وايي چې د پروژو متوازن انکشاف ته هم پوره پاملرنه شوې او ټولو ولسواليو او ټولو وګړو ته يو شان حق ورکړل شوی دی.

د لغمان ولايتي شورا رييس رفېع الله مموزي هم له پژواک سره د خبرو پر مهال تاييد کړه چې پروژې د اړتيا له مخې پر ټولو ولسواليو وېشل شوې او ښه بېلګه يې د بادپښ په شان نا امنې ولسوالۍ ته د سړک پخېدو کار ياد کړ.

دغه راز په لغمان کې د پشه يي ځوانانو د ټولنې مشر حنيف الله پشه يي هم وايي چې په پروژو کې د ځوانانو اړتياوو ته هم ځانګړې پاملرنه شوې، ځانګړي تفريحي ځايونه ورته برابر شوي، د زده کړو زمينه ورته برابره شوې او د کارموندنې په برخه کې ورته ډېر کار شوی دی.

امنه ندا په لغمان ولايت کې د ښځينه مدني فعالانو غړې ده. نوموړې هم مني چې د لغمان د بيارغونې په دغه ستر بهير کې د مېرمنو لپاره ځانګړي کارونه ترسره شوي دي.

هغه وايي، مېرمنو ته د زده کړو زمينه سازۍ تر څنګ په بېلابېلو اداراتو کې د دندې او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې ورته د کار پراخې زمينې برابرې شوې دي.

له پروژو په دولتي او ولسي کچه نظارت او رضايت

د لغمان د ولايت چارواکي، خلک او ولايتي شورا تل له دغو پروژو نظارت کوي چې هم يې د خلکو رضايت خپل کړی او هم پروژې په سمه توګه عملي کېږي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وايي چې والي عبدالجبار نعيمي تل د پروژو له تطبيق څخه په منظم ډول څارنه کړې او ډېر کله يې په کې د ګډوډيو او فساد مخه نيولې ده.

دی وايي، د پروژو له تطبيق څخه ولس هم نظارت کوي او کله چې کومه نيمګړتيا وګوري؛ نو له والي سره يې شريکوي چې ښه بېلګه يې د سراج کلا په کارونو کې د ستونزو رابرسېره کول دي.

د پشه يي ځوانانو د ټولنې مشر حنيف الله پشه يي وايي چې له دوولسو زياتو پروژو څخه يې ليدنه کړې او اړوندې ستونزې او نيمګړتياوې يې له والي سره د حل په موخه شريکې کړې دي چې د حل ډاډ يې ترلاسه کړی دی.

د ولايتي شورا رييس رفېع الله مموزى وايي چې په پروژو کې د مرکز په ګډون د ټولو ولسواليو اړتیاوې په نظر کې نيول شوې او ټول خلک ترې خوښ دي.

د الينګار ولسوالۍ قومي مشر مولوي اسدالله خادم پژواک ته وويل چې والي عبدالجبار نعيمي د ټولو خلکو غوښتنې منلې او په پروژو کې کرنې، مالدارۍ، روغتيا او نورو ټولو برخو ته يو شان پاملرنه شوې ده.

د پادپښ ولسوالۍ يو قومي مشر ملک محبوب شاه وايي، ولسوالۍ يې له کلونو راهيسې د سړک ستونزه درلوده چې روان کال يې کار پيل شو؛ نو ځکه خو دغه پروژې د خلکو د اړتياوو او غوښتنو پر بنسټ پلې کېږي او خلک ترې خوښ دي.

د خلکو غوښتنې

د قرغيو ولسوالۍ يو قومي مشر حاجي اول خان وايي چې دغه ولسوالۍ د سبزيجاتو په حاصل کې لوړ ځای لري، خو د سړې خونې نه موجوديت له امله يې حاصلات په يوه وخت بازار ته وړل کېږي او نرخونه يې ډېر کم وي.

د اليشنګ ولسوالۍ يو قومي مشر حاجي حافظ الله غوښتنه وکړه چې د دوی ولسوالۍ کې بايد د روغتيايي خدماتو په برخه کې ځانګړي اقدامات ترسره شي او دغه راز دې د دوی ځوانانو ته د کارموندنې لپاره زمينه برابره شي.

راتلونکي کې د پروژو د تطبيق پلانونه

د لغمان ولايت چارواکي دغه راز وايي چې په نږدې راتلونکي کې به په دغه ولايت کې د ميليونونه افغانيو په ارزښت لسګونه سترې او کوچنۍ پروژې پيل شي چې ځينې يې نه يوازې د لغمان، بلکې د هېواد لپاره ارزښت لرونکې دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وايي، په دغو پروژو کې د تنګي دولت شاه، وطن ګټو او کله ګوش برېښنا بندونو، شاهي او ګمبيري کانالونو، د کرکټ لپاره د يو ملي او معياري لوبغالي او ښځو لپاره د يو ځانګړي سوداګريز مارکېټ او بڼ جوړېدل يې سترې پروژې دي.

دی دغه راز وايي چې د يو شمېر نورو رياستونو او دولتي اداراتو لپاره د ودانيو، ښوونځيو، سربندونو، پلونو، پلچکونو او سړکونو رغول او خلکو ته د کارموندنې لپاره د ګڼو نورو پروژو تطبيق هم په پلان کې دی چې په راتلونکي کې به يې کارونه پيل شي.

د ځواک په وينا، دا هغه پروژې دي چې د ځينو يې بودجې منظور شوې، د ځينو يې بودجې تر کار لاندې دي او د ځينو يې يوازې لومړني کارونه شوي دي.

هغه وويل چې له دغو ټولو پروژو سره سره به د خلکو غوښتنو ته هم ځواب وويل شي او د هغوی د غوښتنو او اړتياوو مطابق کارونه به هم ترسره شي.

د يادولو ده، شاوخوا څلور مياشتې وړاندې په لغمان کې د اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله په ګډون د لغمان رغونې جشن په نوم يوه ستره غونډه هم جوړه شوې وه چې د دغه ولايت د ټولو پروژو د راپور ورکولو تر څنګ په کې يو شمېر پروژې هم پرانيستل شوې.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.