جلال اباد (پژواک، ۲۵ مرغومی ۹۶): له ننګرهار محبس څخه د ميلاد نبي ص په مناسبت د ولسمشر د يو ځانګړي فرمان په ترڅ کې د دوو مېرمنو په ګډون ۷۴ تنه بندیان ازاد او د دېرشو نورو د بند په موده کې کموالی راغی.
ياد بنديان د مرغومي په ۲۵مه په دغه محبس کې د يوې غونډې پرمهال خوشې شول او په خپلو تېرو کړنو يې پېښماني څرګنده کړه.
د ننګرهار د استیناف څارنوالۍ ريیس خالد احمد اوریا وویل، د میلادالنبي ص په مناسبت د ولسمشر محمد اشرف غني د ۱۶۸ ګڼه فرمان له مخې د دې ولایت له زندان څخه د دوو مېرمنو په ګډون ۷۴ تنه بندیان ازاد او د دېرشو نورو د بند په موده کې کموالی راغی.
نوموړي زیاته کړه، د یادو بندیانو د بند مودې له یو کال څخه تر پنځو کلونو پورې وې، چې د جنایي جرمونو له امله ورته د بند سزا ورکړل شوې وه .
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل له بند څخه ازاد شوو کسانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ له دوی څخه وغوښتل چې زندان کې له عصري، دیني او حرفوي زده کړو څخه د ټولنې د خير لپاره کار واخلي.
د ننګرهار استیناف محکمې ريیس عبدالولي قاضي زاده له بندیانو څخه وغوښتل چې پخوانۍ تربګنۍ او هر ډول غېر قانوني حرکتونه د بیا ځل لپاره تکرار نه کړي.
په ختيځ زون کې د بشر حقونو خپلواک کمېسيون مشرې صبرينا حميدي یادو کسانو ته سپارښتنه وکړه، چې په خپله هم له جرمونو څخه ځانونه وژغوري او هم د ټولنې نور خلک له جرم کولو څخه منع کړي.
له محبس څخه د ازاد شوو کسانو په استازيتوب حميد الله وويل، د بند په موده کې ورسره د محبس مسوولينو ښه چلند کړی او د نورو اسانتياوو ترڅنګ ورته د ښوونې او روزنې زمينه هم برابره شوې وه.
د ننګرهار محبس مدیر سمونوال عبدالولي حصارک ننګرهار والي څخه غوښتنه وکړه،ترڅو په نوي کال کې ورته د محبس د جوړېدو په موخه په دغه ولایت کې سل جریبه ځمکه په واک کې ورکړي .
هغه زیاته کړه، ننګرهار محبس ۷۵ کاله وړاندې جوړ شوی او مرستندویه ادارو ورسره ژمنه کړې، که ځمکه موجوده وي؛ نو د نوي محبس جوړېدو زمينه به ورته برابره کړي.
د یادونې ده، ننګرهار محبس کې د ۴۲ مېرمنو په ګډون ۱۸۰۴ تنه بندیان د بېلابېلو جرمونو له امله د بند شپې ورځې تېروي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن