ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې له بېځایه شوو سره مرسته وشوه

لوګر کې له بېځایه شوو سره مرسته وشوه

author avatar
15 Jan 2018 - 10:49
لوګر کې له بېځایه شوو سره مرسته وشوه
author avatar
15 Jan 2018 - 10:49

پل علم (پژواک، ۲۵ مرغومی ۹۶): په لوګر کې له سلګونو بېځايه شوو کورنيو سره  نغدي او د کور د وسايلو مرسته وشوه.

د لوګر د کډوالو چارو رييس نوراحمد صالحي د اړوندې موضوع په اړه نیول شوو مراسمو ته وويل چې دغه مرستې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمېشنرۍ له لوري د هغو کورنيو لپاره ځانګړې شوې چې د جګړو له امله يې خپلې سيمې پرېيښې دي.

د هغه په وينا، په دغه ولايت کې شاوخوا ٣٥٠٠ کورنۍ بېځايه شوې خو دغه مرستې د اته سوه کورنيو لپاره ځانګړې شوې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې مرستو کې د هرې بېځايه شوې کورنۍ لپاره دوه سوه امريکايي ډالره او د کور وسايل په پام کې نيول شوي دي.

ده زياته کړه: ((هغه کورنۍ چې اوسمهال له مرستو پاتې دي، موږ کوښښ کوو چې له هغو سره هم مرستې وشي.))

يوه مرسته اخيستونکي پنځوس کلن ميرويس پژواک ته وويل: ((زه د مرکز د کمالخېلو سيمې اوسېدونکي يم، خو هلته جنګونه ډېر شول، موږ شپږ مياشتې مخکې ښار ته راغلو.))

ده وويل چې په نننيو مرستو کې دوه سوه ډالره، دوه کمپلې، يو فرش او يو شمېر لوښې ورکړل شوي دي.

دغه راز د بره کي برک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي احمدشاه پژواک ته وويل چې د پرله پسې جګړو له امله ښار ته کډه شوي دي.

ده وويل: ((ښار ته چې راغلو، د کډوالو چارو رياست ته مو عريضه ورکړه، دغه دى يوه مياشت وروسته راسره مرسته وشوه.))

خو ده ټينګار وکړ چې دغه مرستې دوى ته بسنه نه کوي، بايد نورې هم ورسره وشي.

د يادونې ده، په تېر يو کال کې د لوګر له بره کي برک، څرخ، ازرې، محمداغې او ځينو نورو سيمو څخه يو شمېر خلک د جګړو له امله نورو سيمو ته کډه شوي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.