اسعداباد (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٦): چارواکي وايي چې نورستان کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې په برید کې د داعش درې غړي وژل شوي دي.
د نورستان د والي وياند محمد سعيد مومند د مرغومي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد تېره ورځ ناوخته د وانټ وايګل ولسوالۍ په کنډ کلي کې شوى دی.
هغه زياته کړه چې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په دغه بريد کې د داعش ډلې د جلب او جذب درې غړي وژل شوي دي.
د نوموړي په وينا، په دغه بريد کې بل چا ته زيان نه دى اوښتى.
بلخوا د ملي دفاع وزارت وايي چې د افغان ځواکونو په هوايي بريد کې د کونړ ولايت په پېچ دره ولسوالۍ کې د داعش وسله وال وژل شوي دي.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن