ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نيکولسن : که وسله وال طالبان سوله و نه کړي و به وژل شي

نيکولسن : که وسله وال طالبان سوله و نه کړي و به وژل شي

author avatar
15 Jan 2018 - 17:50
نيکولسن : که وسله وال طالبان سوله و نه کړي و به وژل شي
author avatar
15 Jan 2018 - 17:50

لښکرګاه – واشېر (پژواک، ۲۵ مرغومى ۹۶): په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قوماندان وايي، بهرني ځواکونه به تر هغه په افغانستان کې پاتې کېږي چې تر څو يې وسله وال مخالفين نه وي ځپلي، نو ښه ده چې وسله وال مخالفين د سولې لار غوره کړي، که نه وبه وژل شي.

دغه څرګندونې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت قوماندان جنرال جان نيکولسن (John Nicholson) نن د هلمند ولايت په واشېر ولسوالۍ د شوراب په پوځي اډه کې د بهرنيو ځواکونو د پوځي ماموريت د پای ته رسېدو او د بلې ډلې د ماموريت د پيلېدو په مراسمو کې وکړې.

د شوراب په پوځي اډه کې د مېشتو بهرنيو سمندري ځواکونو پوځي ماموريت له بريد جنرال راجر بي تورنر څخه بريد جنرال بنيامين ټي واټسن ته ولېږدول شو او د قوماندان تورنر او ۳۰۰ بهرنيو سمندري ځواکونو نهه مياشتنى ماموريت پای ته ورسېد. دغه ماموريت هغو ۳۰۰ نورو سمندري ځواکونو ته وسپارل شو چې وړمه ورځ راغلي و.

نېکولسن زياته کړه، د امريکا متحده ايالات او ناټو د افغانستان د خلکو په څنګ کې پاتې کېږي او د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ او روزنې ته به دوام ورکوي.

دی زياتوي: "موږ د افغان امنيتي ځواکونو په څنګ کې ولاړ يو، د دولت وسله وال مخالفين بايد په دې پوه وي چې يواځې دوه لارې لري؛ لومړى دا چې له افغان دولت سره د خبرو مېز ته کېني او يا دا چې ووژل شي؛ موږ دا ويلي چې موږ به په افغانستان کې هېڅکله مات نه شو."

د هغه په وينا، د امريکا متحده ايالاتو د نوې ستراتيژۍ له مخې به طالبان په جګړه کې بريالي نه شي؛ ځکه د دغې ستراتيژۍ له لارې امريکايي او ناټو ځواکونو ته ډېرې سرچينې برابرېږي او تر نامحدوده نېټې پورې به په افغانستان کې پاتې وي.

نېکولسن د تورنر له کړنو قدرداني وکړه او زياته يې کړه چې د هلمند په جګړو د هغه د بريا اصلي لامل د افغان او بهرنيو ځواکونو د همغږۍ پايله وه.

په هلمند کې د بهرنيو سمندري ځواکونو نوي پوځي قوماندان بريد جنرال بنيامين ټي واټسن وويل، دی له نويو او تازه نفسو ځواکونو سره افغانستان راغلی او ډېر ژر به له افغان ځواکونو سره خپل ګډ ماموريت پيل کړي.

هغه وويل: "افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه تر پخوا ډېر پياوړي شوي، له دفاعي حالت څخه تهاجمي حالت ته رسېدلي دي؛ زما او زما د ملګرو بريا په دې کې ده چې موږ له افغان ځواکونو سره پوره همغږي ولرو او چارې به په ښه ډول سمبال کړو."

په هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان تورنجنرال ولي جان احمدزي وويل چې د هلمند په ډېرو سيمو کې پوځي عمليات په برياليتوب سره روان دي.

هغه زياته کړه، دا مهال د ۲۱۵ ميوند قول اردو په اړوندو سيمو کې هېڅ ډول امنيتي ګواښ نشته.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.