ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوه نا مسوول وسله وال قوماندان دوه کسان پر وهلو ډبولو وژلي

يوه نا مسوول وسله وال قوماندان دوه کسان پر وهلو ډبولو وژلي

author avatar
15 Jan 2018 - 09:09
يوه نا مسوول وسله وال قوماندان دوه کسان پر وهلو ډبولو وژلي
author avatar
15 Jan 2018 - 09:09

فيروزکوه (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٦): په غور کې ولسي سرچينې وايي چې د دغه ولايت په دولينه ولسوالۍ کې يوه نا مسوول وسله وال قوماندان دوه تنه په بې رحمۍ سره وژلي دي.

پژواک خبري اژانس ته رسېدلي تصويرونه څرګندوي چې دا کسان فرامرز په نوم  يوه نا مسوول وسله وال قوماندان  له خوا چې دولت يې ولسي پاڅونوال او د دولت همکار بولي، د دغه ولايت په دولينه ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د غور د والي وياند عبدالحي خطيبي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغو دوو کسانو په هغه ځانمرګي بريد کې لاس درلود چې څه موده وړاندې د قوماندان فرامرز پلار فضل احمد په کې وژل شوى و.

د خطيبي په خبره، د ولسي پاڅونوالو دغه قوماندان هم یاد دوه کسان د خپل پلار د وژنې په جرم په بې رحمۍ سره وژلي دي.

طيبي زياته کړه چې په غور ولايت کې نا مسوولو وسله والو قوماندانانو خپل ځان ته موازي محکمې جوړې کړې او څنګه يې چې زړه وي، پر خلکو د زور زياتي جواز ورکوي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د قوماندان فرامرز نظر هم ولري، خو بريالى نه شو.

تر دې وړاندې هم په غور کې د مدني ټولنې فعالانو اندېښنه ښودلې وه چې په دغه ولايت کې څه باندې لس زره نا مسوول وسله وال په شاوخوا ١٠٠ ډلو کې فعال دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.