ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په غور کې د شري او سينه بغل له امله  ۶۳ماشومان مړه شوي”

“په غور کې د شري او سينه بغل له امله ۶۳ماشومان مړه شوي”

author avatar
16 Jan 2018 - 18:10
“په غور کې د شري او سينه بغل له امله  ۶۳ماشومان مړه شوي”
author avatar
16 Jan 2018 - 18:10

فيروزکوه(پژواک،۲۶مرغومی۹۶): د غور  روغتيايي چارواکي دغه ولايت کې په داسې حال کې د ماشومانو د متخصص ډاکټر له نه شتونه اندېښمن دي چې په تېرو ۹مياشتو کې  په شري او سينه بغل اخته له ۶۳ډېرو  ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

دغه ډاکټران وايي، له يادې شوې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره تدابير نيول شوي، خو پر سينه بغل او شري ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر ورځ په ورځ زياتېږي.

د غور د ولايتي روغتون مشر ډاکټر جمعه ګل يعقوبي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې په تېرو ۹مياشتو کې ددغه ولايت يوازې په مرکزي روغتون کې پر سينه بغل او شري ناروغۍ اخته  له څلور زره او ۷۰۰ډېر ماشومان بستر شوي چې ۵۸تنو يې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د نوموړي په وينا، له دوو مياشتو راهيسې دغه روغتون ته د ورغلو د شري پر ناروغۍ اخته ماشومانو شمېر زيات شوی او تر اوسه د يادې شوې ناروغۍ له امله ۵ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې سخته تبه او د پوستکي بخار هم لري.

ډاکټر يعقوبي دغه راز وويل:" ډېری هغو کسانو ژوند له لاسه ورکړی چې روغتون ته ناوخته ور وړل شوي او د ډېری دغو کسانو عمر له يو کاله کم دی او نښې يې تبه، ټوخی، د پوزې بهېدل، بې اشتها والی، خولې او... دي چې تر ۹مياشتو کم عمره ماشومانو کې پيدا کېږي."

د غور د ولايتي روغتون مشر زياته کړه چې  سړه هوا، د واکسين نه تطبيق، بې وزلي، خوار ځواکي او خپلو ماشومانو ته د کورنيو نه پاملرنه، هغه د ليلونه دي چې ياده شوې ناروغي د ډېرېدو په حال کې ده.

هغه زياته کړه:" ټولو ته معلومه ده چې غور د هېواد يو سوړ او بې وزله ولايت دی ، په ځينو سيمو کې ددولت مخالفين هم واکمن دي او د واکسين د تطبيق مخه نيسي، او له بلې خوا کورنۍ هم د خپلو ماشومانو روغتيا ته کمه پاملرنه کوي. په ټوله کې ويلای شوو چې دغه ستونزه په ماشومانو کې د ناروغۍ د خورېدو يو دليل دی."

له بلې خوا، د غور يو شمېر اوسېدونکي د ماشومانو په برخه کې ډاکټر ته له نه لاس رسي څخه شکايت کوي او وايي چې ناروغان يې له ډېر وخت راهيسې په ولايتي روغتون کې بستري دي، خو د سمې درملنې د نه شتون له امله نه رغېږي.

عبدالباقي چې پر سينه بغل د خپل اخته ماشوم د ښه کېدو په موخه له ۲۰ ورځو راهيسې د غور ولايتي روغتون په دهلېزونو کې ګرځي را ګرځي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ډاکټران ددوی ناروغانو ته په سمه توګه رسيدګي نه کوي.

هغه زياته کړه:" ۲۰ ورځې کېږي چې له شهرک ولسوالۍ څخه دلته راغلی يم، هره ورځ په روغتون کې د خپل ماشوم د ښه کېدو په موخه سرګردانه ګرځم، خو ډاکټران زموږ په غم کې نه دي، د شپې يو ځل ورځي، ناروغ ګوري او ځي، که څوک واسطه ولري، هره دقيقه راځي، که واسطه نه لري بايد انتظار وباسي."

خو د غور د ولايتي روغتون رييس، دغه ستونزه تر يوې کچې تاييد کړه او ويې ويل چې د ولايتي روغتون د ماشومانو په څانګه کې متخصص ډاکټر نشته او په ياد شوي روغتون کې تل په لسګونو ماشومان بستر وي، خو د متخصص ډاکټر د نه شتون له امله، د ناروغيو تشخيص په سمه توګه نه کېږي.

نوموړي وويل:" موږ د ولايتي روغتون د ماشومانو په برخه کې متخصص ډاکټر نه لرو او له همدې امله ناروغو ماشومانو ته سمه رسېدګي نه شوو کولی او په دې برخه کې له ستونزو سره مخ يوو."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.