ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

برمک: په کورنیو چارو وزارت کې به ژور بدلونونه رامنځته کړم

برمک: په کورنیو چارو وزارت کې به ژور بدلونونه رامنځته کړم

author avatar
16 Jan 2018 - 16:05
برمک: په کورنیو چارو وزارت کې به ژور بدلونونه رامنځته کړم
author avatar
16 Jan 2018 - 16:05

کابل (پژواک، ۲۶ مرغومی ۹۶): د کورنيو چارو وزير يو ځل بيا په دغه وزارت کې د ژورو اصلاحاتو رامنځته کولو ډاډ ورکړ او ويې ويل چې ډېر ژر به خلک بدلونونه وويني.

ويس احمدبرمک دغه څرګندونې نن (د مرغومي ٢٦مه) په کابل کې خبريالانو ته وکړې او په ډاګه يې کړه چې لا هم د پوليسو په ليکو کې ګڼې ستونزه شته خو ښې لاسته راوړنې هم لري.

هغه زياته کړه، په کورنيو چارو وزارت کې یې کدري اصلاحات يې پيل کړي، د بېلګې په ډول يې وويل چې د دغه وزارت د پاسپورټ د چارو په رياست کې يې په لومړي ځل ۴۰ تنه وړ کسان د ازادې سيالۍ له لارې پر دندو ګومارلي دي.

تر دې مخکې ولسمشر محمداشرف غني د کورنيو چارو په وزارت د شته فساد له امله کلکه نيوکه کړې وه او دغه وزارت يې د فساد زړه ياد کړى و.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د دغه وزارت يو لوړپورى چارواکى د سل ميليونه افغانيو د اختلاس په تور ونيول شو.

د کورنيو چارو وزير ويس برک په ياده غونډه کې د ټولو پوليسو او په ځانګړي ډول د کابل پوليسو کړنې وستايلې.

هغه زياته کړه، د کابل پوليسو د روان کال په اوږدو کې نږدې ۴۰۰۰ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي چې ۱۸ يې يواځې د انسان تښتونکي ډلې وې او يو شمېر تښتول شوي کسان يې د هغوی له منګلو ژغورلي دي.

برمک د بېلګې په ډول وويل: "سوداګر حاجي حشمت الله چې شاوخوا دوه نيمې مياشتې مخکې تښتول شوی و، له دې سره سره چې تښتوونکو يې ترې د يو لاس او يوې پښې ګوتې غوڅې کړې وې، خو ومو وژغوره او د کابل د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ کړنې د ستايلو وړ دي."

د کورنيو چارو وزير پر انسان تښتوونکو غږ وکړ چې له دېغه کاه لاس پر سر شي، که نه هېچېرې به د پوليسو له منګلو ونه ژغورل شي.

د کورنيو چارو و زير د ترهګريزو جرمونو مهارولو او شنډولو په برخه کې د ځانګړو پوليسو کړنې د قدر وړ وبللې او زياته يې کړه چې دغه پوليس په ډېر مسلکي ډول توانېدلي، پرته له دې چې ډېره مرګ ژوبله رامنځته شي؛ بريدونه يې مهار کړي دي.

هغه زياته کړه، چې د کابل پوليسو په تېرو څو اوونيو کې د نږدې سلګونو موټرو تورې ښيښې پاکې کړي چې په دې موټرو کې ډېرى انسان تښتونې کېدې.

برمک وويل: "په هغو اوونيو کې چې موږ د موټرو د تورو ښېښو پاکولو کمپاين پيل کړی و، هماغه مهال د بېلابېلو جرمونو کچه له څلوېښتو پېښو څلورو ته راټيټه شوې وه."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.