ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې د نشه يي توکو دوه لېږدوونکي نيول شوي

جوزجان کې د نشه يي توکو دوه لېږدوونکي نيول شوي

author avatar
16 Jan 2018 - 15:33
جوزجان کې د نشه يي توکو دوه لېږدوونکي نيول شوي
author avatar
16 Jan 2018 - 15:33

شبرغان (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٦): د جوزجان ولايت امنيتي سرچينې وايي چې د شبرغان په ښار کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو د ١٤٧ کيلوګرامه او يوه موټر د لېږد په تړاو دوه کسان نيول شوي دي.

د جوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت کشفي ځواکونو ورسره معلومات شريک کړي وو چې دوه کسان په يو کرولا ډوله موټر کې يوه اندازه ترياک نامعلوم ځاى ته لېږدوي.

هغه زياته کړه، له معلوماتو ترلاسه کولو وروسته دوى خپلې پلټنې پيل کړې چې په پايله کې يې ياد دوه کسان له موټر سره يو ځاى ونيول او بيا يې امنيې قوماندانۍ ته ولېږدول.

يادې امنيتي سرچينې څرګنده کړه، نشه يي توکي په داسې توګه ځاى پر ځاى شوي وو چې پيدا کول يې يو څه ستونزمن و، خو له نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت منسوبينو له کره پلټنې وروسته نشه يي توکي له موټر ترلاسه کړل.

جوزجاني وويل، په ياد موټر کې ١٤٧ کيلوګرامه ګرامه ترياک ځاى پر ځاى شوي و، چې د موظف پلاوي په شتون کې ترلاسه شول چې ياد نشه يي توکي د بلخ ولايت له چمتال ولسوالۍ بار شوي و او د لېږد د ځاى په اړه يې تر اوسه کره معلومات نه شته.

امنيه قوماندان وويل، د يادې پېښې دوه نيول شوو کسانو ويلي چې په موټر کې له ځاى پر ځاى شوو توکو نه دي خبر او دوى يوازې د موټر د لېږد په موخه ځاى پر ځاى شوي و.

دا په داسې حال کې ده چې لس ورځې وړاندې هم پنځه قاچاق وړونکي له دوو موټرو سره يو ځاى نيول شوي وو چې د دښت ليلې سيمې ته يې ٢٧١ کيلوګرامه ترياک ولېږدوي. 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.