ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بهرنيو چارو وزارت: د “کابل پروسې” ناسته  درې اوونۍ ځنډول شوې

د بهرنيو چارو وزارت: د “کابل پروسې” ناسته درې اوونۍ ځنډول شوې

author avatar
16 Jan 2018 - 18:23
د بهرنيو چارو وزارت: د “کابل پروسې” ناسته  درې اوونۍ ځنډول شوې
author avatar
16 Jan 2018 - 18:23

کابل(پژواک، ۲۶مرغومی۹۶): د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د کابل پروسې دويمې ناستې ترسره کېدل، د ښو او اړينو چمتوالو په موخه درې اوونۍ ځنډول شوې ده.

د بهرنيو چارو وزارت دغه راز  وايي چې ټاکل شوې ده د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له خوا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه جوړه شي.

د بهرنيو چارو وزارت د ادارې او سرچينو مرستيال نصير احمد اندېشه چې نن يې په کابل کې د يو کلنو لاسته راوړنو د راپور ورکولو په ناسته کې خبرې کولې وويل چې د کابل پروسې غونډه د غوره او اړينو چمتوالو نيولو له امله درې اوونۍ ځنډېدلې ده.

نوموړي زياته کړه چې ټاکل شوې وه د کابل پروسې ناسته د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ مياشتې په لومړيو کې په کابل کې ترسره شي، خو دغه ناسته به په درې اوونيو ځنډ سره ترسره او د افغانستان د مسايلو په اړه به په کې بحث او خبرې وشي.

هغه وويل چې هڅه کېږي د هېواد د مهمو مسايلو په اړه د خلکو او دولت ليد لوري را ټول او د کابل پروسې په ناسته کې يې په اړه بحث وشي او د حل لارې چارې يې وموندل شي.

هغه په ډاګه کړه:"  موږ به په دغه ناسته کې د روان کال له پيله رامنځ ته شوي وضعيت ته په پام سره هڅه وکړو چې دغه وضعيت په يوه ستر کنفرانس کې بحث ته وړاندې کړو څو مهم هېوادونه او په ورته وخت کې هغه هېوادونه چې په نړيواله کچه په خپلو سياسي اړيکو کې ستونزې لري، و کولی شي چې د افغانستان په اړه په ګډه کار وکړي."

هغه دغه راز وويل چې په نږدې راتلونکې کې به د افغانستان په اړه په قزاقستان هېواد کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ځانګړې غونډه ترسره شي او زياته يې کړه چې قزاقستان نوښت کړی او غواړي چې په خپل هېواد کې د افغانستان د مسايلو په اړه د امنيت شورا ځانګړې ناسته ترسره کړي.

نوموړي وويل:" د يادې شوې ناستې تمرکز به د سيمه ييزې اقتصادي همکارۍ په اړه وي او بل دا چې د منځنۍ اسيا هېوادونه څنګه کولی شي چې د افغانستان د سولې پروسې او  اقتصادي برخه کې همکاري وکړي او دا د افغانستان لپاره يوه ستره لاسته راوړنه ده. "

د بهرنيو چارو وزارت دغه لوړ پوړي چارواکي، افغانستان ته د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د استازو راتلل، د افغانستان په اړه د ياد شوي سازمان د غړيو هېوادونو د نظر  يووالی نوی څپرکی وباله.

اندېشه د هغو افغان کډوالو د منلو لپاره د ستراتيژيک پلان د پيلېدو خبر ورکړ چې ټاکل شوې ده له پاکستان څخه و ايستل شي، ده زياته يې کړه چې له بده مرغه  په پاکستان او ايران کې له افغان کډوالو څخه کله کله سياسي استفاده کېږي او افغانستان له همدې امله چمتو دی چې خپل کډوال ومني، خو په دې اړه يو لړ مرستو ته اړتيا لري.

هغه دغه راز وويل چې نړيوال سازمانونه او اروپايي ټولنه په دې اړه له افغانستان سره همکار دي او په دې برخه کې يې عملأ همکارۍ پيل کړې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېر کال هم هېواد ته کابو نيم ميليون کډوال راستانه شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.