ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې عالي شورا: له طالبانو سره هيڅ رسمي خبرې نه دي شوي

د سولې عالي شورا: له طالبانو سره هيڅ رسمي خبرې نه دي شوي

author avatar
16 Jan 2018 - 20:04
د سولې عالي شورا: له طالبانو سره هيڅ رسمي خبرې نه دي شوي
author avatar
16 Jan 2018 - 20:04

کابل (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٦): د سولې عالي شورا په ترکيې د افغانستان د سولې په اړه د وروستيو خبرو اترو په تړاو وايي، تر اوسه پورې له وسله والو طالبانو سره د سولې په اړه خبرې نه دي شوې.

د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر محمد اکرم خپلواک، نن په کابل کې د سولې په تړاو ترسره شوې غونډه کې چې د بېلابېلو ولايتونو د مدني ټولنې غړو، ځوانانو او ښځو په کې ګډون کړى و، په هېواد کې د سولې د لرليد په اړه خبرې وکړې.

نوموړي په دغې دوه ورځنۍ ناسته کې چې "د سولې په تړاو د مدني ټولنې، ځوانانو او ښځو ملي مشورتي ناسته" تر نامه لاندې ترسره شوې، وويل چې ځينې هېوادنه په ځانګړي ډول پاکستان د افغانستان په چارو کې په لاسوهنې سره نه غواړي چې په هېواد کې سوله ټينګه شي.

د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو لاسوهنه، د نړيوالو ترهګريزو شبکو فعاليت او د بهرنيو استخباراتي سازمانونو لاسوهنې، نور هغه لاملونه دي چې د خپلواک په وينا، هېواد کې يې د سولې د ټينګښت مخه نيولې ده.

نوموړي په ترکيه کې د افغانستان د سولې په اړه وروستيو څرګندونو ته په اشارې سره وويل: "افغان حکومت تر اوسه پورې له وسله والو طالبانو سره په مستقيم ډول خبرې نه دي پيل کړې او کله چې خبرې اترې پيل شي، نو د سولې عالي شورا له لوري به يو باصلاحيته پلاوى وټاکل شي او خلک به هم له دې لړۍ خبر کړل شي."

نوموړي دغه راز وويل، وسله والو مخالفينو په ځانګړي ډول طالبانو په رسمي ډول د سولې خبرو اترو د پيلېدو لپاره مثبت ځواب نه دى ويلى.

دوه ورځې وړاندې د ترکيې په استانبول ښار کې يوه "غير رسمي" ناسته، چې ويل کېدل د طالبانو استازو او د ولسمشر دوو سلاکارانو په کې ګډون کړى، ترسره شوه، خو افغان حکومت او وسله والو طالبانو ويلي چې يادې غونډې ته يې خپل رسمي پلاوى نه دى لېږلى.

د سولې عالي شورا مشر محمد کريم خليلي هم د سولې په بهير کې د ځوانانو پر رول او شتون ټينګار وکړ او ويې ويل، ځوانان په خپلو هلو ځلو سره د "سولې انقلاب" ټينګولى شي.

د هغه په وينا، ځوانان په ځانګړي ډول ښځې د هېواد د وګړو ډېره برخه تشکيلوي او د دوى له شتون پرته په هېواد کې د سولې هره پرېکړه بې معنا او ناشونې ده.

د افغانستان د ځوانانو پارلمان غړي سيد حامد علوي د يادې ناستې د ګډونوالو په استازيتوب وويل: "افغان حکومت ځان بوخت کړى او د سولې خبرې اترې هم په تشريفاتي ډول طراحي کېږي، چې په همدې اړه په ترکيه کې د څو ورځو وړاندې ناسته يې يوه ښه بېلګه ده."

د هغه په باور، په هېواد کې د سولې روانه لړۍ هغه مهال خپلې موخې ته رسېدلى شي، چې حکومت د سولې اراده ولري او ځوانانو ته هم په دغه برخه کې ونډه ورکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.