د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندوز په چهاردره کې ۱۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کندوز په چهاردره کې ۱۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Jan 16, 2018 - 15:37

کندوز ښار (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٦): د کندوز امنيتي چارواکي وايي چې په چهاردرې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په پايله کې لس طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

په کندوز کې د شلمې فرقې رييس ارکان بريد جنرال سيد قربان موسوي د مرغومي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ امنيتي ځواکونو په چهار درې ولسوالۍ کې عمليات پيل کړي دي.

ده وويل چې په دغو عملياتو کې تر اوسه د يوه ډلمشر په ګډون لس طالبان وژل شوي، پنځه ټپيان دي او لس کلي هم د طالبانو له شتونه پاک شوي دي.

هغه زياته کړه: ((لس کلي مو له طالبانو څخه پاک کړل خو اوس هم زموږ عمليات په شدت سره جريان لري او دا به تر هغه دوام وکړي څو دغه ټولې سيمې د طالبانو له شتون څخه پاکې کړو.))

موسوي وويل چې په دغو عملياتو کې د طالبانو يو شمېر وسلې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

نوموړى وايي چې په دغو عملياتو کې تر اوسه امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د دې ولسوالۍ د شيخک کلي اوسېدونکي قدرت الله پژواک ته وويل چې تېره ورځ د دوى کلي ته امنيتي ځواکونه ورغلي وو.

هغه وايي چې په دې سيمه کې له ډېرې مودې راهيسې طالبان وو، خو تېره ورځ له لږې جګړې وروسته يې سيمه پرېیښې ده.

قدرت الله وويل چې په دې جګړه کې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

د اړوندې موضوع په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې طالبانو تېره شپه د کندوز ښار په تيلوکه سيمه کې د ملي اردو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې شل د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.

د کندوز چارواکو د طالبانو د دې ادعا په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چهادره د کندوز تر ټولو نا امنه ولسوالي ده چې دا مهال يې د ډېرو برخو کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan