ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ۲۱ ولایتونو لپاره د پوهنې نوي ريیسان معرفي شول

د ۲۱ ولایتونو لپاره د پوهنې نوي ريیسان معرفي شول

author avatar
16 Jan 2018 - 17:21
د ۲۱ ولایتونو لپاره د پوهنې نوي ريیسان معرفي شول
author avatar
16 Jan 2018 - 17:21

کابل (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٦): ولسمشر غني د ٢١ ولايتونو د پوهنې له نويو رييسانو وغوښتل چې په پوره پاکۍ، قاطعیت او جدیت سره کار وکړي.

د پوهنې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي ریاست څخه پژواک خبري اژانس ته په را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په پوهنې وزارت کې د سي بي ار پروسې د عملي کولو په دوام ۲۱ نوي ريیسان وټاکل شول.

سرچينه کاږي، دغو ريیسانو نن له ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل او رسماً خپلو دندو ته معرفي شول.

سرچينه زياتوي، ولسمشر له دې ريیسانو وغوښتل، چې په پوره پاکۍ، قاطعیت او جدیت سره کار وکړي او دا په پام کې ولري، چې دنده یې تر ټولو مهمه او حیاتي ده.

نوموړي یادو کسانو ته د توفیق هیله وکړه او ټینګار یې وکړ چې د معارف کیفیت یې باید د چارو په سر کې قرار ولري.

اشرف غني له نویو معرفي شویو کسانو دا هم وغوښتل، چې ۱۳۹۷ کال به د معارف د حشر د کال په نامه نومول کېږي او دې ته دې تیار وي، چې په دې کال کې څومره اغېزناک کارونه کولی شي.

د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد ابراهیم شینواري هم له نویو ټاکل شویو ريیسانو سره په خبرو کې غوښتنه وکړه، چې د هېواد ستونزو، دردونو او کړاوونو ته په کتو داسې کار وکړي، چې یواځې د لوی الله (ج) رضا او د دې ولس خدمت یې هدف وي.

ده له خپلو نویو همکارانو وغوښتل، چې په پوره جدیت سره چارې همغږې، اصلاحات پلي او کارونه منظم کړي.

نوموړي د وزارت د رهبرۍ په استازولي نویو ريیسانو ته ډاډ ورکړ چې د چارو د سمون په برخه کې هر ډول ملاتړ ورسره دی او اسانتیاوې به ورته برابرېږي.

د پوهنې ریاستونو ته نویو معرفي شویو کسانو هم ژمنه وکړه، چې په پاک نیت به چارې پر مخ بیايي او له دې امله، چې دې برخې ته په یوه سپېڅلې روحیه راغلي، د ناوړه چارو او کړنو مخه به نیسي.

په خبرپاڼه کې د ولایتونو لپاره نوي معرفي شوي دا کسان ښودل شوي دي:

  1. ذکریا رحیمي، زده کړې ماسټر، د بادغیس ولایت لپاره
  2. login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.