ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له غیر مشهورې هندي کمپنۍ سره د افغان غوره لیګ تړون اندېښنې پیدا کړې

له غیر مشهورې هندي کمپنۍ سره د افغان غوره لیګ تړون اندېښنې پیدا کړې

author avatar
16 Jan 2018 - 14:31
له غیر مشهورې هندي کمپنۍ سره د افغان غوره لیګ تړون اندېښنې پیدا کړې
author avatar
16 Jan 2018 - 14:31

کابل (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٦): د کرکټ يو شمېر څارونکي د افغانستان کرکټ بورډ پر هغې پرېکړې اندېښنه څرګندوي چې د افغانستان غوره ليګ راتلونکې سيالۍ حقوق يې پر يوه داسې هندي کمپنۍ خرڅ کړي چې په دې برخه کې کاري تجربه نه لري.

د افغانستان کرکټ بورډ تېره اوونۍ (د جنوری ١١مه) په کابل کې د افغانستان غوره ليګ سيالۍ اعلان کړې او په دې برخه کې يې له سنيکسر سپورټس (Sports Snixer) نومې هندي کمپنۍ سره يې تړون لاسليک کړ.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دا سيالۍ د روان زېږديز کال د اکتوبر په مياشت کې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي او ګڼ شمېر نړيوال لوبغاړي د لوړ امتياز په بدل کې په کې لوبېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر عاطف مشعل وويل چې په پيل کې به د دغه ليګ کلنی عايد ٦٠٠ زره ډالره وي چې هم به د کرکټ بورډ او هم لوبغاړو لپاره ښه مالي سرچينه وي.

پژواک هڅه وکړه چې له يادې هندي کمپنۍ سره خبرې وکړي او د دغه ليګ په اړه يې نظر واخلي، د دې لپاره یې له ويبپاڼې په ترلاسه شوي ايمېل ادرس پوښتنې لېږلې، خو تر دوو ورځو يې ځواب ترلاسه نه کړ.

د سنيکسر سپورټس (Sports Snixer) هندي کمپنۍ په ټويټر کې ليکل شوي چې دا پاڼه څلور مياشتې مخکې د ٢٠١٧ په اکتوبر کې جوړه شوې ده او ټول ١٩٠ مينه وال لري.

د دې کمپنۍ فېسبوک پاڼه هم نوې جوړه شوې او نږدې يونيم زر مينه وال لري، سره له دې چې د هندوستان نفوس له ١٢سوه ميليونه زيات دى او هره پاڼه يې لسګونه زره مينه وال لري.

کمپنۍ په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي: ((سنيکسر د سپورټي پروګرامونو تنظيموونکې کمپنۍ ده، د يو شمېر سيمه ييزو کرکټ ټورنمينټونو تجربه لري او ډېر ژر به د يو نړيوال ليګ کوربه شي.))

د کرکټ يو شمېر پخواني چارواکي او څارونکي وايي، ياده هندي کمپنۍ د لوړې کچې تجربه نه لري او فکر نه کوي چې د افغانستان غوره ليګ سيالۍ په ښه توګه تنظيم کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ پخوانى عمومي او اجرائيوي رييس نسيم الله دانش په دې اړه اندېښنه لري او وايي چې په يادې هندي کمپنۍ پسې يې ډېره پلټنه وکړه، خو څه يې ونه موندل.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((کرکټ بورډ بايد د یادې کمپنۍ په اړه د خلکو اندېښنو ته ځواب ووايي‌ چې نوموړې ‌کمپنۍ د افغانستان غوره ليګ ترسره کولو جوګه ده.))

نسيم الله دانش کرکټ بورډ ته د يو خواخوږي په توګه مشوره ورکړې چې د سپيناوي تر څنګ له خلکو سره کره معلومات شريک کړي څو پر کرکټ بورډ او کمپنۍ د افغانانو باور پيدا شي.

د افغانستان ورزشي خبريالانو د فدراسيون رييس ساير ځلاند د دې ډول ليګونو په لاره اچول کرکټ بورډ او افغان لوبغاړو ته ګټور بولي خو د نامعلومې هندي کمپنۍ په اړه اندېښنه لري.

هغه پژواک اژانس ته وويل، له کومې هندي کمپنۍ سره چې کرکټ بورډ تړون کړى، مخينه او تجربه نه لري، دغه بې تجربې شرکت به څنګه وکولى شي په لوړه کچه سيالۍ چې لسګونه نړيوال لوبغاړي هم په کې ګډون کوي، په برياليتوب سره ترسره کړي.

د ځلاند په وينا، د کرکټ بورډ لپاره به دا سخته ازموينه وي چې له ياد شرکت سره په تړون کې بريالى شي، بايد تر سياليو مخکې د شرکت په اړه د خلکو نيوکې او اندېښنې ځواب کړي.

د کرکټ لوبې شنونکى ببرک عمر بيا ادعا کوي چې ياد هندي شرکت جعلي دى، څلور مياشتې مخکې د افغان غوره ليګ لپاره د افغانستان له کرکټ بورډ سره په همکارۍ جوړ شوى او ټوله پانګه يې سل زره هندي روپۍ ده.

هغه پژواک اژانس ته وويل، د ياد تړون لاسليک پر مهال د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل ادعا وکړه چې تړون يې ازاد رقابت ته وړاندې کړى و ، خو اجراييوي رييس شفيق ستانکزي وويل، چې له شرکتونو يې پروپوزل غوښتى و.

د عمر په وينا، د کرکټ بورډ مسوولينو دا په ډاګه نه کړه چې چېرته او څه ډول يې اعلان کړى او نورو کومو کمپنيو او شرکتونو هيله مندي ښودلې وه.

ببرک عمر وايي: ((کله چې ما د يادې کمپنۍ په اړه په فېسبوک کې د نيوکې پوسټونه وکړل، نو دغې کمپنۍ په خپله پاڼه کې تاريخونه بدل کړل.))

نوموړې کمپنۍ دوه هلکان چې هېڅ تجربه نه لري، چلوي او کله چې دوى پرې نيوکې وکړې، نو په خپلو شخصي فيسبوک پاڼو کې يې هم بدلونونه راوستل.

عمر ادعا کوي چې د کرکټ بورډ ځينو مسوولينو دغه شرکت له څو هندي هلکانو سره نوى جوړ کړى دى او غواړي چې د افغان غوره ليګ سياليو پر مهال فساد وکړي او پيسې شخصي جېبونو ته واچوي.

خو د افغانستان کرکټ بورډ بيا وايي چې د سنېکسر سپورټس هندي شرکت په ګډون څو نورو شرکتونو هم داوطلبي کړې وه خو د کرکټ بورډ اداره د شرکتونو د اسنادو له څېړلو وروسته له دې کمپنۍ سره تړون وکړ.

د کرکټ بورډ د مارکېټینګ او رسنيو د څانګې مشر لطف الله ستانکزي پژواک اژانس ته د يادې هندي کمپنۍ د پانګې په اړه وويل چې د تړون له مخې، شرکت بايد له سياليو وړاندې پنځه سوه زره ډالره د کرکټ بورډ مالي حساب کې د ضمانت په توګه واچوي.

هغه وايي چې د دې ډول ليګ لپاره ميليونونو ډالرو ته اړتيا ده، د افغانستان کرکټ بورډ دومره پيسې نه لري؛ ځکه نو اړ دى چې د نورو هېوادونو شرکتونو سره تړون وکړي.

د ستانکزي په وينا، دوى ياد شرکت د ډي اېل په نامه يو بل نړيوال معتبر حقوقي شرکت په مشورې انتخاب کړى، دغه حقوقي شرکت په نورو برخو کې هم کرکټ بورډ ته مشورې کوي.

هغه د يادې کمپنۍ د پانګې په اړه وويل، دا مهمه نه ده چې هغوى څومره يادونه کړې، د لوبو نور حقوق خرڅېږي چې بيا له هغې څخه ډېر عايد ترلاسه کېږي.

د کرکټ لوبې فعال مبصر او څارونکى مطيع الله عابد وايي، د کرکټ تجارتي سيالۍ د سوداګرو د ګټو پر اساس پيل شوې او هره کمپني په کې مالي، معنوي او سياسي ګټې لري.

ده زياته کړه، سوداګرو ته له پيسو څخه زیات هغه شهرت او نوم مهم وي چې د دې لوبو له امله يې ترلاسه کوي.

عابد وايي، افغانستان په دغه بازار کې نوی داخل شوی، نو په کار ده چې له ګټو نه ګټه واخلي او له زيان څخه يې ځان وساتي، زيان يې دا دى چې افغان لوبغاړي له اصلي کرکټ څخه پاتې کېږي ، فکر يې تجارتي کېږي او انرژي يې پر نورو برخو مصرفېږي، بايد توازن په کې وساتل شي، د کرکټ او هېواد شهرت ته زيان ونه رسېږي.

د نوموړي په وينا، په دې دې ډول لوبو او سياليو کې د قمار د بد نوم له امله د پاکستان غوره ليګ يا پي سي اېل بد نوم تر اوسه پاک نه شو.

د افغانستان ورزشي خبريالانو سازمان مشر واصل وصال پژواک اژانس ته وويل چې په تخنيکي لحاظ افغانستان تر اوسه د دومره لوى ليګ ترسره کولو ته چمتو نه دى.

هغه وايي، له کوم هندي شرکت سره چې قرارداد شوى، د معلوماتو له مخې يې دغه شرکت د دومره لوى ليګ ترسره کولو مخينه او تجربه نه لري؛ نو ښه به دا واى چې له يوه مخکښه شرکت سره چې ښه مخينه او تجربه يې ولري، قرارداد شوى واى.

د لوبه سپورتي موسسې مشر او د کرکټ لوبې شنونکى رحيم ګل څاروان پر دې اند دى، څومره چې په هېواد کې دننه او بهر ليګونه زياتېږي، کرکټ ورسره پرمختګ کوي.

ده پژواک اژانس ته وويل، له دې ډول ليګونو سره د کرکټ ادارو او لوبغاړو اقتصاد ته ګټه رسېږي او د لوبغاړو تجربې ورسره زياتېږي.

څاروان وايي، د ياد هندي شرکت په اړه معلومات نه لري، خو زياتوي، که چېرې کرکټ بورډ په خپله دغه ليګ په لاره اچولى واى، نو اغېزمن به وای او کورنی ظرفيت به ورسره لوړ شوی و.

د کرکټ لوبې يوه خبريال او مبصر بادام احمدزى بيا وايي چې د افغانستان غوره لیګ د لومړي ځل لپاره ترسره کېږي، نو بايد په ښه توګه ترسره کولو او برياليتوب لپاره يې له يوه تجربه لرونکي شرکت سره تړون شوی واى.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د هند سنېکسر شرکت کافي تجربه نه لري او فکر نه کوي چې يادې سيالۍ په سمه توګه تنظیم کړي.

د کرکټ بورډ د مارکېټینګ او رسنيو څانګې مشر لطف الله ستانکزي پژواک اژانس ته وويل چې ياد هندي شرکت د افغانستان ليګ کې پانګه اچونه کوي او د شپږو کلونو لپاره يې ورسره قرارداد لاسليک کړى دى.

د نوموړي په وينا، که چېرې دغه شرکت له تړون سره سم عمل ونه کړي، نو کرکټ به بيا په دې اړه نوې پرېکړه کوي.

ستانکزى وايي چې په دغه ليګ کې به تر سلو زيات کورني او نړيوال لوبغاړي ګډون کوي چې په پنځو لوبډلو کې به وېشل کېږي او په ټوليزه توګه به ٢٣ لوبې ترسره شي.

د نوموړي په وينا، راتلونکى کال به د لوبغاړو او لوبډلو شمېره زياته شي.

هغه وويل چې په افغان غوره ليګ کې به له انګليستان، بنګله دېش، ويسټ انډيز، زمبابوې او ځينو نورو هېوادونو څخه ٤٠ لوبغاړي برخه اخلي، خو کېداى شي دا شمېر لوړ شي.

ستانکزى زياتوي، په منځنۍ کچه به کورني لوبغاړي تر ٤٠زره ډالر عايد ترلاسه کوي او د نړيوالو لوبغاړو امتياز وروسته اعلانېږي.

نوموړي د يادې هندي کمپنۍ د پانګې په اړه وويل چې د تړون له مخې، شرکت بايد له سياليو وړاندې پنځه سوه زره ډالره د کرکټ بورډ مالي حساب کې د ضمانت په توګه واچوي.

د کرکټ بورډ د مارکېټينګ او رسنيو څانګې مسوول وايي چې د دغه ډول ليګ لپاره ميليونونو ډالرو ته اړتيا لري، د افغانستان کرکټ بورډ دومره پيسې نه لري؛ ځکه نو اړ دى چې د نورو هېوادونو له شرکتونو سره تړون وکړي.

د ستانکزي په وينا، دوى ياد شرکت د ډي اېل په نامه له يوه بل نړيوال معتبر حقوقي شرکت په مشورې انتخاب کړى، دغه حقوقي شرکت په نورو برخو کې هم کرکټ بورډ ته مشورې ورکوي.

ده زياته کړه چې د تړون له مخې، له دغه ليګ څخه به ٥١ سلنه د افغانستان کرکـټ بورډ او ٤٩ سلنه سهم ياد شرکت ته ورکول کېږي.

ستانکزى وايي، د تړون له مخې، په راتلونکو شپږو کلونو کې به له دغه ليګ څخه د افغانستان کرکټ بورډ ته له ٢٠ څخه تر ٣٠ ميليونه ډالرو عايد ورشي.

خو د تپاس په نامه د هندوستان ددولتي تلوېزيون (دور درشن) سپورټي خبريال پژواک ته وويل، چې دوى د سنېکسر په نامه شرکت نه پېژني او نه يې هم په اړه معلومات لري.

بلخوا د کرکټ د نړيوالې شورا وياند سميع الحسن وايي، د يو بشپړ غړيتوب لرلو په توګه افغانستان حق لري، چې کورنۍ لوبې ، ټورنمنټونه او کورني ليګونه  تر سره کړي.

هغه پژواک ته وويل، له هندي شرکت سره تړون کول د افغانستان په کرکټ بورډ پورې تړاو لري، نه د کرکټ نړيوالې شورا سره.

 

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.