کابل (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٦): د مشرانو جرګې ځينې غړي د ملګرو ملتونو له امنيت شورا غواړي چې د هغو اسنادو او شواهدو له مخې د پاکستان پر وړاندې ګام پورته کړي، چې افغان حکومت يې په واک کې ورکړي دي.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ١٥ کسيز پلاوى درې ورځې وړاندې کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان حکومت له چارواکو سره ليده کاته او د هېواد د امنيتي وضعيت په اړه يې څېړنه وکړه.
ځينو سرچينو ويلي، افغان حکومت ياد پلاوي ته داسې اسناد په واک کې ورکړي، چې پاکستان په کې د افغانستان په چارو کې پر لاسوهنې سربېره ترهګريزو ډلو ته پټنځايونه ورکړي چې بيا په افغانستان کې په کې د ترهګرۍ جګړې د دوام لپاره ګټه پورته کوي.
په مشرانو جرګه کې د غزني استازي محمد رحيم حسنيار د جرګې په نننۍ ناسته کې وويل: "هيله من يو چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړي، دوى ته د سپارل شوو اسنادو له مخې، د پاکستان واقعي څېره خلکو ته ور وښيي او د ياد هېواد پر وړاندې عملي ګامونه پورته کړي."
د جرګې بل غړي زلمي زابلي وويل: "دا چې اوس د امنيت شورا ته له ترهګرو د پاکستان د ملاتړ او په دغه هېواد کې د دوى د پټنځايونو د شتون په اړه اسناد وړاندې شول، نو دغه شورا بايد له افغانانو سره رښتينې همکاري وکړي او پر پاکستان لا ډېر فشار وارد کړي، څو دغه هېواد د ترهګرو له سنبالښت، تمويل او ملاتړ لاس واخلي."
د مشرانو جرګې دويم مرستيال محمد اصف صديقي هم وويل، چې د ملګرو ملتونو سازمان د امنيت شورا بايد د پاکستان پر وړاندې عملي ګامونه پورته کړي او په افغانستان کې د ياد هېواد له جګړې څخه د مخنيوي په موخه له افغان دولت سره رښتينې همکاري وکړي.
هغه زياته کړه: "ټولو ته معلومه ده چې د ترهګرو ځالې د ډيورنډ کرښې هاخوا شته او دغه پلاوى بايد هغه څه د څېړنو په ترڅ کې يې ترلاسه کړي، د ياد سازمان د امنيت شورا په ناسته کې مطرح کړي."
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار، چې د حکومت او ياد پلاوي ترمنځ ګډه ناسته کې موجود و، وويل، په ياده غونډه کې په څرګنده ويل شوي چې د افغان دولت وسله وال مخالفين د ډيورنډ کرښې هاخوا شته او د پاکستان له لوري سنبال او تمويليږي.
د هغه په وينا، افغان حکومت ځينې اسناد او شواهد چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ښکارندويي کوي او په ډاګه کوي چې پاکستان له ترهګرو ملاتړ کوي او دغه راز د افغانستان پر سرحدي سيمو او د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن تار د کښولو ښکارندويي کوي، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته سپارلي دي.
مسلميار هيله څرګنده کړه چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پاکستان د رښتينې څېرې د ښکاره کولو لپاره ګام پورته کړي او افغانستان او سيمه له ترهګرۍ خلاصه کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن