ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو طالبانو د فراه- هرات له لويې لارې پنځه مسافر بیولي

وسله والو طالبانو د فراه- هرات له لويې لارې پنځه مسافر بیولي

author avatar
16 Jan 2018 - 13:35
وسله والو طالبانو د فراه- هرات له لويې لارې پنځه مسافر بیولي
author avatar
16 Jan 2018 - 13:35

فراه (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٦): د دولت وسله والو مخالفينو نن سهار د فراه- هرات لويه لار په شمالګاه کلي کې بنده کړې او پنځه مسافر يې له موټرو ښکته کړي او له ځان سره یې بیولي دي.

د فراه ولايتي شورا غړې شهلا ابوبکر پژواک خبري اژانس ته تاييد کړه چې وسله والو طالبانو نن سهار فراه- هرات لويه لار د فراه مرکز ته څېرمه د شمالګاه کلي په مربوطاتو کې د څو ساعتونو لپاره بنده کړه.

د فراه ولايتي شورا د یادې غړې په خبره، طالبانو پنځه مسافر چې ګومان کېږي د فراه پوهنتون محصلين وو، له ځان سره يووړل.

مېرمن ابوبکر زياته کړه چې مسافرين د فراه ولايت اړوند نه وو، خو د معلوماتو له مخې، طالبانو هغوى له ځان سره خاکسفيد ولسوالۍ ته لېږدولي.

د محمد نعيم په نوم يوه مسافر هم له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې طالبانو هر موټر تلاشي کاوه او له هر يوه نه يې يو يا دوه کسان را ښکته کول.

فراه- فراه رود- هرات لويه لار د هېواد لوېديځ کې له تر ټولو نا امنو لويولارو ګڼل کېږي چې د دولت وسله وال مخالفين هر وخت له کومې وېرې پرته د خپلې خوښې مودې لپاره لاره د مسافرو او بار وړونکو موټرو پر مخ تړي او تلاشي کوي.

طالبان ياده لويه لاره په داسې حال کې تړي چې د لويې لارې دواړو خواوو ته له څلور سوو تر پنځه سوه مترۍ پورې هر واټن کې د امنيتي پوليسو يوه پوسته شتون لري.

په تېره يوه مياشت کې له يادې لارې څلوېښت مسافر د وسله والو مخالفينو له لوري را ښکته کړل شوي چې له دې ډلې نه يې يو شمېر وژل شوي، ځيني بندي شوي او يو شمېر هم د طالبانو د کمېسيون د پرېکړې له مخې خوشي شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.