د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"په غور کې د شري او سينه بغل له امله ۶۳ماشومان مړه شوي"

"په غور کې د شري او سينه بغل له امله ۶۳ماشومان مړه شوي"

Jan 16, 2018 - 18:10

فيروزکوه(پژواک،۲۶مرغومی۹۶): د غور  روغتيايي چارواکي دغه ولايت کې په داسې حال کې د ماشومانو د متخصص ډاکټر له نه شتونه اندېښمن دي چې په تېرو ۹مياشتو کې  په شري او سينه بغل اخته له ۶۳ډېرو  ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

دغه ډاکټران وايي، له يادې شوې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره تدابير نيول شوي، خو پر سينه بغل او شري ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر ورځ په ورځ زياتېږي.

د غور د ولايتي روغتون مشر ډاکټر جمعه ګل يعقوبي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې په تېرو ۹مياشتو کې ددغه ولايت يوازې په مرکزي روغتون کې پر سينه بغل او شري ناروغۍ اخته  له څلور زره او ۷۰۰ډېر ماشومان بستر شوي چې ۵۸تنو يې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د نوموړي په وينا، له دوو مياشتو راهيسې دغه روغتون ته د ورغلو د شري پر ناروغۍ اخته ماشومانو شمېر زيات شوی او تر اوسه د يادې شوې ناروغۍ له امله ۵ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې سخته تبه او د پوستکي بخار هم لري.

ډاکټر يعقوبي دغه راز وويل:" ډېری هغو کسانو ژوند له لاسه ورکړی چې روغتون ته ناوخته ور وړل شوي او د ډېری دغو کسانو عمر له يو کاله کم دی او نښې يې تبه، ټوخی، د پوزې بهېدل، بې اشتها والی، خولې او... دي چې تر ۹مياشتو کم عمره ماشومانو کې پيدا کېږي."

د غور د ولايتي روغتون مشر زياته کړه چې  سړه هوا، د واکسين نه تطبيق، بې وزلي، خوار ځواکي او خپلو ماشومانو ته د کورنيو نه پاملرنه، هغه د ليلونه دي چې ياده شوې ناروغي د ډېرېدو په حال کې ده.

هغه زياته کړه:" ټولو ته معلومه ده چې غور د هېواد يو سوړ او بې وزله ولايت دی ، په ځينو سيمو کې ددولت مخالفين هم واکمن دي او د واکسين د تطبيق مخه نيسي، او له بلې خوا کورنۍ هم د خپلو ماشومانو روغتيا ته کمه پاملرنه کوي. په ټوله کې ويلای شوو چې دغه ستونزه په ماشومانو کې د ناروغۍ د خورېدو يو دليل دی."

له بلې خوا، د غور يو شمېر اوسېدونکي د ماشومانو په برخه کې ډاکټر ته له نه لاس رسي څخه شکايت کوي او وايي چې ناروغان يې له ډېر وخت راهيسې په ولايتي روغتون کې بستري دي، خو د سمې درملنې د نه شتون له امله نه رغېږي.

عبدالباقي چې پر سينه بغل د خپل اخته ماشوم د ښه کېدو په موخه له ۲۰ ورځو راهيسې د غور ولايتي روغتون په دهلېزونو کې ګرځي را ګرځي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ډاکټران ددوی ناروغانو ته په سمه توګه رسيدګي نه کوي.

هغه زياته کړه:" ۲۰ ورځې کېږي چې له شهرک ولسوالۍ څخه دلته راغلی يم، هره ورځ په روغتون کې د خپل ماشوم د ښه کېدو په موخه سرګردانه ګرځم، خو ډاکټران زموږ په غم کې نه دي، د شپې يو ځل ورځي، ناروغ ګوري او ځي، که څوک واسطه ولري، هره دقيقه راځي، که واسطه نه لري بايد انتظار وباسي."

خو د غور د ولايتي روغتون رييس، دغه ستونزه تر يوې کچې تاييد کړه او ويې ويل چې د ولايتي روغتون د ماشومانو په څانګه کې متخصص ډاکټر نشته او په ياد شوي روغتون کې تل په لسګونو ماشومان بستر وي، خو د متخصص ډاکټر د نه شتون له امله، د ناروغيو تشخيص په سمه توګه نه کېږي.

نوموړي وويل:" موږ د ولايتي روغتون د ماشومانو په برخه کې متخصص ډاکټر نه لرو او له همدې امله ناروغو ماشومانو ته سمه رسېدګي نه شوو کولی او په دې برخه کې له ستونزو سره مخ يوو."

د غور د عامې روغتيا رياست سرپرست عبداللطيف رحيمي هم وويل چې دوی په دوو وروستيو مياشتو کې د فيروز کوه ښار په چاپېر کې د شري ناروغۍ ۵۴پېښې ثبت کړې دي چې له امله يې دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

هغه زياته کړه، ددغه ولايت پر نيمايي ماشومانو د سينه بغل واکسين نه دی تطبيق شوی او د ماشومانو د مړينې د زياتېدو يو مهم دليل همدا دی.

د رحيمي په وينا، د مړينې شمېرنې ډېرې دي، خو دوی د غور د ځينو کليو د لارو د سخت والي له امله نه دي توانېدلي چې دقيق شمېر يې معلوم کړي

نوموړي وويل:" د ښار په شاوخوا سيمو کې د شري ناروغۍ ۵۴پېښې لرو چې دوه کسان مړه شوي او د سينه بغل ناروغي هم ډېره شوې ده او په چټکۍ سره د پراختيا په حال کې ده، دا هم له دې امله ده چې موږ  په سيمو کې له ۱۰۰سلنې څخه، ۵۰سلنه واکسين تطبيق کړی او په نورو سيمو کې د نا امنۍ له امله پر تطبيق نه يو توانېدلي. "

د غور د عامې روغتيا رياست سرپرست هم ددغه ولايت په ولايتي روغتون کې د ماشومانو د متخصص ډاکټر نه شتون تاييد کړ او ويې ويل چې د عامې روغتيا وزارت له دې مخکې هڅه کړې وه چې په ياد شوي روغتون کې د ماشومانو په برخه کې متخصص ډاکټر استخدام کړي، خو تر اوسه هېڅ ډاکټر نه دی چمتو شوی چې په دغه ولايت کې دنده ترسره کړي.

نوموړي وويل:" له هغه لوړ امتياز سره سره چې وزارت ويلي هر څوک چې په غور کې دندې ته حاضر شي، نيمايي اضافه معاش په پام کې  ورته نيول شوی، خو هېڅوک حاضر نه شول چې په غور کې دنده ترسره کړي. موږ په نورو برخو کې متخصص لرو، خو د ماشومانو په برخه کې يې نه لرو او هڅه کوو چې دغه ستونزه حل کړو."

غور د هېواد يو نسبتا لرې ولايت دی او د کلينيکونو د نه شتون او د لارو د سختوالي له امله د دغه ولايت ډېرې سيمې د واکسين له تطبيق او روغتيايي خدمتونو ته له لاس رسي څخه بې برخې دي.

له بلې خوا د غور ولايت ځايي سرچينې وايي چې ددغه ولايت ولايتي روغتون، په ياد شوي ولايت کې يوازينی ۱۸۰ بستريز دولتي روغتون دی او ددغه ولايت کابو يو ميليون نفوس په ياد شوي روغتون کې د خپلو ماشومانو درملنې ته په تمه دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement