ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د ګوزڼ بله پېښه ثبت شوې

کندهار کې د ګوزڼ بله پېښه ثبت شوې

author avatar
16 Jan 2018 - 14:59
کندهار کې د ګوزڼ بله پېښه ثبت شوې
author avatar
16 Jan 2018 - 14:59

کندهار (پژواک، ۲۶ مرغومی ۹۶): په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو نوې پېښه ثبت شوې چې له دې سره روان کال په دغه ولایت کې د پولیو د پېښو شمېر ۷ ته ورسېد.

په دې اړه د کندهار د عامې روغتیا رییس عبدالقيوم پخلا په یوه خبري غونډه کې معلومات ورکړل او او دغه سیمه یې د ماشومانو د ګوزڼ لپاره له خطره ډکه سیمه وګڼله.

پخلا وویل، د پولیو دغه نوې پیښه د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې ثبت شوې چې قرباني یې یو ۱۷ میاشتنی ماشوم دی.

هغه زیاته کړه، له دې سره په په کندهار کې د پولیو د پېښو شمېر اوو ته لوړ شو چې زموږ لپاره د خطر زنګ دی.

د ده په خبره، په روان کال کې تر دې مهاله د هېواد په کچه د ماشومانو د ګوزڼ ۱۴ پیښې ثبت شوي چې ۷ یې په کندهار کې دي.

دی وايي، د دغو پېښو له ډلې پنځه په شاولیکوټ، یوه په سپين بولدک او یوه په کندهار ښار کې ده، دوه پېښې په هلمند کې ثبت شوې چې یوه په نوزاد او یوه په نهر سراج ولسوالۍ کې ده، په زابل کې یوه پېښه ثبت شوې، د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې درې پېښې او په کندوز کې یوه پېښه ثبت شوې ده.

پخلا دغو پېښو ته په کتو له شاولیکوټ ولسوالۍ او کندهار ښار وروسته سپين بولدک هغه سیمې یادې کړې چې د پولیو له جدي خطر سره مخ دي.

د ده په وینا، په سپین بولدک کې هره ورځ د وېش پر دروازه شاوخوا زر ماشومان دې او ها غاړې ته له خپلو کورنیو سره اوړي را اوړي چې د پولیو د ویروس لېږدېدو ته یې زمینه برابره کړې ده.

هغه د دې تر څنګ په دې ولسوالۍ کې د کوچیانو مېشتېدا هم یوه ستونزه وګڼله چې له یوې بلې سیمې ته د تګ راتګ کوي او د پولیو ویروس انتقالوي.

د دې تر څنګ د کندهار د عامې روغتیا رییس په دغه ولایت کې د پولیو د پيښو د ډېرېدو له لاملونو څخه یو جدي چاپېریالي ستونزې وګڼلې.

ده وویل، په ګڼ مېشتو او هغو سیمو کې چې بېوزلي په کې زیاته ده، غير معیاري تشنابونه، د څښاک لپاره د پاکو اوبو نشتوالی، د ماشومانو د تغذیې ناسم وضعیت، د لاسونو مطلق نه پرېولل او په ټولیزه توګه ککړ چاپېریال هغه ستونزي دي چې د پولیو خطر يې لا زیات کړی دی.

پخلا د دې تر څنګ په تېر کې په شاولیکوټ، نېش، غورک، خاکرېز او ميانشين ولسواليو کې د وسله والو طالبانو له خوا د پولیو د واکسیناسیون بندول هم یاد کړل، خو ویې ویل اوسمهال یوازې پهخاکرېز ولسوالۍ کې دا ستونزه شته او په نورو ولسواليو کې د پولیو د واکسين روان دی.

نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې په کندهار کې به د ۶ ورځو لپاره د پولیو د څاڅکو تر څنګ د پولیو د پېچکارۍ هم روان وي، څو د پولیو مخنیوی وشي.

د افغانستان لپاره د یونسیف نړیوالې ادارې اړوند د پولیو پروګرام ویاند سید کمال شاه پژواک خبري اژانس ته وویل د کندهار په شاولیکوټ کې د پولیو د ډېرو پیښو لامل ناامني، په سمه توګه د واکسین پروګرام نه پلي کېدا او د خلکو نه پوهاوی دی.

د ده په خبره، د روان کال له پیل راهیسې په یاده شوې ولسوالۍ کې د پولیو واکسین نه دی پلی شوی، په داسې حال کې چې د دغې خطرناکې ناروغۍ د مخنیوي یوازینۍ لار تر ټولو سیمو رسېدل او ټولو ماشومانو ته واکسین ورکول دي.

دی وايي، کله چې ټولو ماشومانو ته لاسرس نه کېږي نو طبعاً هماغه سیمه د پولیو له جدي خطر سره مخ ده.

ده هم وویل، په دې برخه کې تر ټولو خطرناکه خبره دا ده چې  له چاپېریال څخه د معایناتو په موخه له اخیستل شوو نمونو ښکاري چې په کندهار کې د پولیو ویروس د انتقال په حال کې دی.

په خپله د یونسیف نړیوالې ادارې چارواکي هم وايي، چې په دې سیمه کې د پولیو د پیښو له ډېرېدا سره خپل اقدامات چټکوي او د واکسین په پروګرام کې به ژور اصلاحات راولي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.