ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې په يوه ساعته کې په بېلابېلو پېښو کې درې تنه ووژل شول

کندهار کې په يوه ساعته کې په بېلابېلو پېښو کې درې تنه ووژل شول

author avatar
16 Jan 2018 - 19:23
کندهار کې په يوه ساعته کې په بېلابېلو پېښو کې درې تنه ووژل شول
author avatar
16 Jan 2018 - 19:23

کندهار (پژواک ٢٦ مرغومى ٩٦): په کندهار کې په يوه ساعت کې د هدفي وژنو په درېيو پېښو کې ناپېژاندو وسله والو درې تنه وژلي دي.

دغه درې واړې پېښې، نن مازیګر د پنځو او شپږو بجو تر منځ شوې دي.

د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې اړوند سردار مدد خان څلور لارې ته څېرمه مخپټو وسله والو یو کس وژلی او تښتېدلي دي.

همدارنګه د کندهار ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د زاړه ګمرک په سیمه کې په سپین فیلډر موټر کې سپرو وسله والو پر یوه سپین ږیري ډزې کړي او هغه یې وژلی دی.

دغه راز د کندهار ښار د نهمې امنیتي حوزې د ډبرو پل په سیمه کې سپین جومات ته څېرمه مخپټو وسله الو یو پولیس په نښه کړی او وژلی دی.

یوه امنیتي سرچینه دا پېښې تاييدوي او وايي چې برید کوونکي تښتېدلي، خو په اړه یې پلټنې پیل شوې دي.

د لومړیو دوو پېښو د قربانیانو د هویت په اړه معلومات نشته، خو ویل کېږي چې ملکي وګړي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.