کندوز ښار (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٦): په کندوز ښار کې د يوې نښتې په پایله کې وسله والو طالبانو او دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دغه ولايت کې د ملي اردو د ٢٠مې فرقې وياند ډګرمن غلام حضرت کريمي د مرغومي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د کندوز ښار اړوند د تلاوکي سيمې پر پوستو بريدونه وکړل.
هغه زياته کړه چې په دغو بريدونو کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي او يو بل ټپي شوی دى.
د کريمي په وينا، په ځوابي بريدونو کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
دى وايي چې په دې نښته کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن