ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وکیلان: د پاکستاني عالمانو فتوا د امریکا د فشارونو پایله ده

وکیلان: د پاکستاني عالمانو فتوا د امریکا د فشارونو پایله ده

author avatar
17 Jan 2018 - 16:01
وکیلان: د پاکستاني عالمانو فتوا د امریکا د فشارونو پایله ده
author avatar
17 Jan 2018 - 16:01

کابل (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٦): د ولسي جرګې يو شمېر وکيلان د ترهګرۍ او ځانمرګو بريدونو د حراموالي په اړه د پاکستاني عالمانو د فتوا هرکلى کوي، خو وايي چې دا فتوا يې د بهرني فشار له امله ورکړې ده.

دوى دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې نږدې دوه زره پاکستاني ديني عالمانو په يوه ګډه فتوا کې په دغه هېواد کې ترهګري او ځانمرګي بريدونه حرام اعلان کړي دي.

د افغانستان د ولسي جرګې يو شمېر وکيلان د پاکستاني عالمانو د دې فتوا هرکلى کوي او هيله کوي چې له دې سره به نا امنۍ او بريدونه کم شي.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي غلام فاروق مجروح نن د ولسي جرګې غونډې ته وويل چې د پاکستاني عالمانو فتوا يو ښه اقدام دى او ادعا کوي چې دا يې د امريکا د فشارونو په پايله کې کړی دى.

هغه هيله څرګنده کړه چې له دې فتوا وروسته په افغانستان او پاکستان کې چاودنې او ځانمرګي بريدونه کم شي.

مجروح د نړۍ له ټولو علماوو وغوښتل چې په دې اړه فتواوې ورکړي.

په ولسي جرګه کې د کوچيانو استازي حبيب افغان وويل چې پاکستاني عالمانو ډېر ناوخته او په ځنډ سره دا ډول فتوا ورکړې، که چېرې پخوا يې ورکړې واى، نو دومره مرګونه به نه کېدل.

هغه زياتوي چې ځانمرګي بريدونه خو له پخوا څخه حرام دي او دوى اوس فتوا ورکړه.

د نوموړي په وينا، پاکستان تل له اسلامي ارزښتونو د خپلې ګټې لپاره کار اخيستى دى.

د اروزګان د خلکو وکيل عبيدالله بارکزي وويل: ((کاشکې پاکستاني علماوو دا ډول فتوا پخوا ورکړې واى، اوس چې تر سياسي، اقتصادي او امنيتي فشارونو لاندې راغلل، نو فتوا يې ورکړه، هغه هم فتوا يې د پاکستان په اړه ورکړې، نه د افغانستان په اړه.))

د ولسي جرګې يو شمېر نورو وکيلانو هم د پاکستاني علماوو د دې فتوا هرکلى وکړ، خو په ډاګه يې کړه چې دا کار يې د بهرني فشار په پايله کړى دى.

ولسمشر اشرف غني هم وايي چې اسلام د ټولو مسلمانانو دى، د ترهګرۍ او جګړې پر ضد د علماوو فتوا د يوې سيمې ياد هېواد لپاره نه، بلکې د ټولو لپاره وي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.