ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او هند تر منځ لومړۍ ټسټ لوبه د جون په ١٤مه پيلېږي

د افغانستان او هند تر منځ لومړۍ ټسټ لوبه د جون په ١٤مه پيلېږي

author avatar
17 Jan 2018 - 11:13
د افغانستان او هند تر منځ لومړۍ ټسټ لوبه د جون په ١٤مه پيلېږي
author avatar
17 Jan 2018 - 11:13

کابل (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٦): افغانستان به خپله لومړۍ تاريخي ټسټ کرکټ لوبه له هندوستان سره پنځه مياشتې وروسته کوي.

دغه اعلان د افغانستان او هندوستان کرکټ بورډ مشرانو پرون په نوي ډيلي کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړ.

د کرکټ نړيوالې شورا څو مياشتې مخکې افغانستان ته د بشپړ غړيتوب دريځ ورکړ چې د دغه دريځ له ترلاسه کولو وروسته افغانستان د کرکټ د ټسټ (پنځه ورځنيو) لوبو کولو جوګه شو.

تېره مياشت هندوستان اعلان کړى و، چې د افغانستان په غوښتنه لومړۍ ټسټ لوبه به دوى ورسره کوي، د لوبې ځاى او نېټه نه وه په ډاګه شوې.

د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې ( بي سي سي آى) سرپرست سکرترجنرال اميباتهـ چوهدري پرون يادې خبري غونډې ته وويل، چې د هوکړې له مخې به دا لومړۍ ټسټ لوبه د ٢٠١٨ زېږديز کال د جون د مياشتې له ١٤ څخه ترې ١٨ پورې د هند په بنګلورو ښار کې ترسره کېږي.

هغه زياته کړه: ((افغانستان او هندوستان د ملګرتيا اوږده مخينه لري، هندوستان خپل يو لوبغالى افغانستان ته په واک کې ورکړى چې خپلې لوبې په کې ترسره کړي او تېر کال يې په کې له ايرلينډ سره د سياليو کوربه توب هم کړى و.))

نوموړي وويل چې په جون کې د بنګلور ښار هوا د هند د نورو سيمو په پرتله نسبتاً ښه  او ډېره ګرمه نه وي.

افغانستان که څه هم په ٢٠١١ زېږديز کال د يوه ورځني نړيوالو سياليو دريځ ترلاسه کړى و، خو تر اوسه د ټسټ کرکټ دريځ يې نه درلود.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس عاطف مشعل وويل چې هېواد يې له هندوستان سره له څو پېړيو راهيسې ښې اړيکې لري او له کرکټ سره په اړيکو کې اوس يو نوى باب اضافه شو.

هغه له افغان کرکټ سره د هندوستان د کرکټ ادارې له مرستو او ملاتړه د مننې تر څنګ وويل چې دا ورته ډېر ارزښت لري.

د مشعل په وينا، هندوستان نه يواځې د کرکټ د نړيوالې شورا په غونډو کې له افغانستان څخه ملاتړ کړى، بلکې په تخنيکي او نورو برخو کې يې هم ډېرې مرستې کړې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس شفيق الله ستانکزي وويل چې په جون مياشتې کې له ترسره کېدونکې ټسټ لوبې سره د افغان لوبغاړو خوب پر حقيقت بدلېږي.

هغه زياته کړه: ((کرکټ په افغانستان کې روښانه راتلونکى لري موږ ډېرې وړتياوې لرو، خو اړتيا ده چې دغه وړتياوې رابرسېره کړى شي.))

د نوموړي په وينا، موخه يې دا ده چې په راتلونکو درېيو کلونو کې د ټسټ لوبو پر مهال سيالو لوبډلو سره ښې لوبې ترسره کړي او هغوى يې اسانه وانه خلي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.