ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په لوګر کې له یوه سیمه ییز پولیس څخه سر غوڅ کړی

طالبانو په لوګر کې له یوه سیمه ییز پولیس څخه سر غوڅ کړی

author avatar
17 Jan 2018 - 11:18
طالبانو په لوګر کې له یوه سیمه ییز پولیس څخه سر غوڅ کړی
author avatar
17 Jan 2018 - 11:18

پل علم (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٦): د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو له يو سيمه ييز پوليس څخه سر غوڅ کړى دى.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د مرغومي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د مرکز اړوند د کتب خېلو په سيمه کې له يو سيمه ييز پوليس څخه سرغوڅ کړى دى.

هغه وايي: ((طالبانو دغه پوليس په چل او فريب له پوستې غوښتى او بيا يې سر ترې غوڅ کړى دى.))

ده وويل چې دغه پوليس عزيزالله نومېده او وسله يې هم طالبانو له ځان سره وړې ده.

صالح وايي چې د دې پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

خو د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې سيمه ييزو پوليسو به ډېرى وخت د کلي له دوکان څخه چرس اخيستل.

هغه وايي: ((طالبانو دغه پوليس ته زنګ وهلى چې چرس مو درته راوړي دي، نو دى چې له پوستې وتلى او ورغلى دى نو طالبانو يې سر غوڅ کړى دى.))

د هغه د معلوماتو له مخې، طالبانو د وژل شوي پوليس سر هم له ځان سره وړى و او بيا يې په يو  لرې ځاى کې له يو ليک سره يو ځاى پر تيږه ايښى و.

سرچينه وايي چې طالبانو په دغه ليک کې سيمه ييزو پوليسو ته ګواښ کړى که دندې پرې نه ږدي نو له ورته برخليک سره به مخ شي.

وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.