ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې ۵۵۰ کیلوګرامه تریاک نیول شوي

لوګر کې ۵۵۰ کیلوګرامه تریاک نیول شوي

author avatar
17 Jan 2018 - 15:57
لوګر کې ۵۵۰ کیلوګرامه تریاک نیول شوي
author avatar
17 Jan 2018 - 15:57

پل علم (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٦): د ملي امنيت ځواکونو د لوګر په مرکز پل علم کې څه باندې پنځه سوه او پنځوس کيلوګرامه ترياک ترلاسه کړي دي.

په لوګر کې د ملي امنيت يوې سرچينې د مرغومي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د ملي امنيت ځواکونو د مرکز پل علم په ابچکان سيمه کې له نشه يي توکو ډک يو سرف موټر نيولى دى.

ده وويل چې له دغه موټر څخه څه باندې پنځه سوه او پنځوس کيلوګرامه ترياک ترلاسه شوي دي.

سرچينه وايي چې د دغو نشه يي توکو د لاسته راوړلو پر مهال د امنيتي ځواکونو او نشه يي توکو د قاچاقبرانو تر منځ نږدې شل دقيقې نښته هم شوې ده.

هغه زياته کړه چې په دې نښته کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او قاچاقبر هم له سيمې تښتېدلي دي.

بل لور ته د لوګر ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل پژواک ته د يادې پېښې په تاييد سره وويل چې په لوګر کې د نشه يي توکو کښت صفر دى او دغه توکي له ختيځو ولايتونو ور وړل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((لوګر د نشه یي توکو د ترانزیټ او قاچاق پر لارې بدل شوى او له همدې لارې طالبان هم ښه عوايد ترلاسه کوي.))

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت هم د لوګر د ملي امنیت منسوبينو له لوري د دغه ولایت په چوڼۍ سیمه کې شل بوجۍ چرس نیولي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.