ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يفتلي: ملي اردو په ټولو سياسي قضيو کې خپل بې پرېتوب ساتي

يفتلي: ملي اردو په ټولو سياسي قضيو کې خپل بې پرېتوب ساتي

author avatar
17 Jan 2018 - 18:42
يفتلي: ملي اردو په ټولو سياسي قضيو کې خپل بې پرېتوب ساتي
author avatar
17 Jan 2018 - 18:42

کابل (پژواک،۲۷مرغومی۹۶): لوی درستيز د وال سټريټ ژورنال  ورځپاڼې وروستی راپور رد کړی او وايي، تر اوسه په بلخ کې د پوځي اقدام په اړه هېڅ غونډه نه ده شوې او ملي اردو په ټولو سياسي قضيو کې خپل بې پرېتوب ساتي.

وال سټريټ امريکايي ورځپاڼې په خپل وروستي راپور کې ويلي چې د افغانستان د وسله وال پوځ لوی درستيز له ولسمشر سره په ناسته کې په بلخ کې د پوځي اقدام په اړه مخالفت کړی او له ناستې وتلی دی.

خو د افغانستان د وسله وال پوځ لوی درستيز ډګر جنرال محمد شريف يفتلي، نن په خبري غونډه کې د يادې شوې امريکايي ورځپاڼې راپور رد کړ او ويې ويل: "په دې اړه د وال سټريټ ژور نال خپرونې دغه مطلب چې ګواکي زه د بلخ د ستونزې په اړه له غونډې څخه وتلی يم، په کلکه ردوم او بې بنسټه يې بولم."

هغه وويل، د حکومت له خوا د بلخ ولايت د مسايلو په اړه هېڅ ډول پوځي غونډه نه ترسره شوې او زياته يې کړه: "ملي اردو د خلکو د قدرت او ارادې تمثيلوونکې پاتې شوې، په هر حالت کې د وسله وال پوځ د اعلی قوماندان تر رهبرۍ لاندې ده. "

د هېواد دغه پوځي مقام ټينګار وکړ چې ملي اردو، ملي ده او د افغانستان په ټولو سياسي قضيو کې بې پرې پاتې کېږي.

نوموړي وويل: "د افغانستان د ملي اردو ټول جنرالان، افسران او سرتېري د خلکو لپاره خدمت کوي او خپلې دندې د وسله وال پوځ د اعلی قوماندان په توګه د ولسمشر تر مشرۍ لاندې ترسره کوي او د ملي اردو هر سرتېری او افسر، ځان ملي احساسوي او اردو له ټولو قومي، مذهبي او سياسي اړيکو څخه پاکه ده."

د هېواد د وسله وال پوځ لوی درستيز له ملي او نړيوالو رسنيو څخه وغوښتل چې د هېواد په مهمو سياسي مسايلو کې خپله عيني او واقعي دنده ترسره کړي او واقعيتونه خپاره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.