ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې د ولسمشر په شخصي لګښت ۲۴ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې

پکتیکا کې د ولسمشر په شخصي لګښت ۲۴ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې

author avatar
17 Jan 2018 - 17:59
پکتیکا کې د ولسمشر په شخصي لګښت ۲۴ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې
author avatar
17 Jan 2018 - 17:59

ښرنه (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٦): د ولسمشر غني په ٢٢ ميليونو افغانيو شخصي لګښت په پکتيکا کې د ٢٤ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې شوې.

د پکتيکا والي الياس وحدت په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وويل چې د دغو ښوونځيو ودانۍ د ولسمشر د شخصي بوديجې له لارې جوړې او ګټې اخيستنې ته چمتو شوې.

ده زياته کړه، په اصل کې ٢٢ ميليونه افغانۍ دوى ته د شپږو ښوونځيو د پخو ودانيو جوړېدو لپاره ورکړل شوې وې، خو دوى ولسمشر ته د ٢٤ ښوونځيو لپاره د خامو ودانيو د جوړېدو طرحه وړاندې کړه او هغه ورسره ومنله.

د هغه په وينا، يادې ودانۍ د شپږو مياشتو په موده کې جوړې شوې.

د دغه ولايت د پوهنې سرپرست محمد کريم اتل وال وويل، دغه ښوونځي په مرکز او څو ولسواليو کې جوړ شوي چې په ګټې اخیستو به يې له دې وروسته زرګونه زده کوونکي په مناسب چاپېريال کې زده کړې وکړي.

د مرکز ښرنې اوسېدونکي قومي مشر حاجي ګلاخان په دې غونډه کې له والي څخه مننه وکړه چې په يادو پيسو يې د شپږو پر ځاى ٢٤ ودانۍ جوړې کړې دي.

نوموړي د دې تر څنګ چې له ولسمشره یې مننه وکړه، وويل چې لا هم په پکتيکا کې زيات ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي، هيله ده چې د هغوى لپاره هم ودانۍ جوړې شي.

د پکتيکا د مټاخان ولسوالۍ د تودې چينې ښوونځي ښوونکي عيد محمد پژواک ته وويل، له دې مخکې يې په دښته کې تر ونو لاندې شاګردانو ته درس وايه چې د باد او باران په ورځ به يې زده کوونکي له مجبوريته رخصتول، خو اوس دغه ستونزه حل شوه.

پکتيکا دا مهال ٣٥٠ ښوونځي لري چې تر نيمايي زيات يې (کابو ٦٠ سلنه) ودانۍ نه لري او خلک يې د جوړولو غوښتنه کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.