ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” د عطا محمدنور وروستۍ څرګندونې ممکن خلک د بغاوت او سرکشۍ په معنا واخلي”

” د عطا محمدنور وروستۍ څرګندونې ممکن خلک د بغاوت او سرکشۍ په معنا واخلي”

author avatar
18 Jan 2018 - 16:13
” د عطا محمدنور وروستۍ څرګندونې ممکن خلک د بغاوت او سرکشۍ په معنا واخلي”
author avatar
18 Jan 2018 - 16:13

مزارشريف (پژواک،٢٨ مرغومی ۹۶): د بلخ مدني فعالان وايي، د عطامحمد نور وروستۍ څرګندونې ممکن خلک د حکومت په خلاف د بغاوت او سرکشۍ او نظام پر وړاندې د درېدا په معنا واخلي.

عطامحمد نور تېره ورځ حکومت ته ګواښ وکړ، چې د نه تفاهم په صورت کې به د نافرماني حرکتونه وکړي او په ځينو ولايتونو کې به ځينې کارونه تر سره کړي.

نوموړي دغه ګواښ تېره ورځ (د مرغومي په ۲۸مه) د بلخ ولايت مقام د غونډو په تالار کې د خپلو پلويانو په غونډه کې مرکزي ادارې ته وکړ.

ده زياته کړه، که حکومت ورسره تفاهم ونه کړ، نو خپلې لارې چارې به بدلې او لا سختې کړي.

هغه د جمعيت ګوند له رييس سره له مشورې وروسته د حکومت د ضرب الاجل ټاکلو يادونه هم وکړه، چې په نږدې موده کې به يې وړاندې کړي.

نور، مرکزي ادارې ته په اشارې سره وويل، مقابل لوري يې د ده د څرګندونو پر وړاندې ځان په خوب اچولی دی.

نوموړي ټينګار وکړ چې له دې خوبه به يې پاڅوي.

نور د ګواښ په ډول وويل: ((نافرماني حرکتونه به شروع کوو او په ځينو ولايتونو کې به ځينې کارونه کوو.))

د بلخ مدني فعالان بيا وايي، خلک ممکن د نافرماني کلمې له اورېدو د حکومت پر خلاف د بغاوت او سرکشۍ او د نظام پر وړاندې د درېدا معنا واخلي.

مدني فعال نجيب پيکان وويل، پوه خلک به ښايي د عطامحمد نور په هدف پوه شي، چې له نافرماني حرکتونو يې موخه مدني حرکتونه دي.

خو نوموړي اندېښنه وښوده چې په عامه توګه عام خلک د نافرماني له کلمې نور اټکلونه کوي.

پيکان وويل: ((لرې نه ده چې خلک له دغه ډول څرګندونو د حکومت پر وړاندې د بغاوت او د حکومتي چارو پر وړاندې د سرکشۍ او د نظام پر وړاندې د درېدا اټکل وکړي.))

نوموړي زياته کړه، ممکن خلکو ته اندېښنه پيدا شي، چې وسله والې نښتې رامنځ ته شي، چې بيا به يې ګټه تر ټولو ډېره وسله والو مخالفينو ته ورسېږي.

د هغه په وينا، دغه ډول د نافرماني حرکت حدود بايد تشريح کړای شي.

مدني فعال احمد جاوېد پژواک ته وويل، په روانو حالاتو کې د ورته  کلمو کارول خلکو ته تشويش پيدا کوي.

نوموړي زياته کړه، د نافرماني کلمه يواځې د بغاوت او نه منلو په معنا راځي، چې په اوسنيو حالاتو کې خلک په اندېښنه کې کولی شي.

د هغه په خبره، سياسي شخصيتونه بايد په دغه ډول حالاتو کې ورته څرګندونې ونه کړي او نه خلک په تشويش کې کړي.

خو د جمعيت ګوند مرستيال وياند او عطامحمد نور ته نږدې کس ذبيح الله فطرت وايي، د نافرماني له حرکتونو بايد غلط تعبير ونه شي؛ له دې حرکت څخه موخه مدني حرکت دی.

نوموړي د بېلګې په توګه د تحصن کولو، د سړکونو بندولو او پر لارو د تګ راتګ مخنيوي کولو يادونه وکړه.

فطرت وويل، دوی حق لري د حکومت پر وړاندې خپل اعتراضونه په بېلا بېلو بڼو تر سره کړي.

څه باندې يوه مياشت وشوه چې عطامحمد نور له بلخ ولايت مقام څخه د خپل ګوښه توب په تړاو د ارګ اعلاميه  نه مني.

په همدې موده کې کابو هره ورځ د بلخ ولايت مقام ته راځي او د غونډو په تالار کې د خپلو لسګونو پلويانو غونډې ته وينا کوي، چې ډېری مهال د مرکزي ادارې خلاف غږېږي او ځينې وخت يې څرګندونې پر ګواښونو څرخي.

خو مرکزي ادارې تر دې دمه د نور پر وړاندې نه کوم عکس العمل ښودلی او نه يې هم څرګندونې کړي.

تر دې چې د بلخ لپاره د عطامحمد نور پر ځای نوی ټاکل شوی والي انجنير داوود يې هم په رسمي توګه د چارو د پيل لپاره معرفي کړی نه دی.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.