ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هسپانيا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر زياتوي

هسپانيا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر زياتوي

author avatar
18 Jan 2018 - 19:40
هسپانيا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر زياتوي
author avatar
18 Jan 2018 - 19:40

کابل (پژواک ٢٨ مرغومى ٩٦): د هسپانيې د دفاع وزيره وايي، د افغانستان د ځانګړو ځواکونو د روزنې د کچې لوړولو په خاطر به په دې هېواد کې د خپلو ځواکونو شمېر زيات کړي.

نوموړې دغه خبرې، نن ولسمشر محمد اشرف غني سره په ارګ کې په کتنه کې کړې دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني د هسپانیې شاهي دولت د دفاع وزیرې ماریا دولرس دیګاسپیتال سره چې د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلې وه، وکتل.

سرچينه کاږي چې د هسپانیې د دفاع وزیرې په دې کتنه کې وويل چې هېواد به یې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې په ځانګړي ډول د افغانستان ځانګړو ځواکونو د ملاتړ او روزنې په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

هغې زیاته کړې، په افغانستان کې به د هسپانیې د ځواکونو شمېر زیات شي چې یواځې د ځانګړو  ځواکونو د روزنې د کچې په لوړولو به تمرکز وکړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، په دې کتنه کې ولسمشر غني له افغانستان سره په تېرو کلونو کې په بېلابېلو په ځانګړي ډول په نظامي برخه کې د هسپانیې د مرستو او همکاریو قدرداني وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا پیاوړتیا يې ټینګار وکړ.

سرچينه زياتوي، په دې کتنه کې د افغانستان د ملي دفاع وزیر ډګرجنرال طارق شاه بهرامي او د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ډګر جنرال محمد شریف یفتلي هم حضور درلود.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.