ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حزب اسلامي: که طالبان د ترکيې په ناسته اعتراض لري نو دا ناسته دې متوقفه شي

حزب اسلامي: که طالبان د ترکيې په ناسته اعتراض لري نو دا ناسته دې متوقفه شي

author avatar
18 Jan 2018 - 17:52
حزب اسلامي: که طالبان د ترکيې په ناسته اعتراض لري نو دا ناسته دې متوقفه شي
author avatar
18 Jan 2018 - 17:52

کابل (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٦): حزب اسلامي وايي، په ترکيه کې د سولې په تړاو غونډه باندې که طالبان اعتراض لري، نو دا ډول ناستې دې متوقفې شي.

د دې اوونۍ په پيل کې (د مرغومي ٢٣مه) د ترکيې په استانبول ښار کې يوه "غير رسمي" درې ورځنۍ ناسته، چې ويل کېدل د طالبانو استازو او د ولسمشر دوو سلاکارانو په کې ګډون کړى، ترسره شوه، خو افغان حکومت او وسله والو طالبانو ويلي چې يادې غونډې ته يې خپل رسمي پلاوى نه دى لېږلى.

د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د سولې په تړاو د دې ناسته په اړه راغلي: "په ترکيه کي د طالبانو او دولت ترمنځ د ناستې او مذاکراتو تر نامه لاندې چې کوم مطالب خپارل شول؛ که دا په رښتيا د طالبانو له رښتينو او رسمي استازو سره د مذاکراتو پيل وي؛ موږ يې نه يواځې حمايت کوو او دوام يې غواړو، بلکې دواړو لوريو ته سپارښتنه کوو چې له دې فرصته مثبته استفاده وکړي او مذاکراتو ته تر هغه په سړه سينه او تحمل سره دوام ورکړي چې مثبت او رغنده نتايج ترلاسه شي."

خو سرچينه کاږي، که داسې نه وي، طالبان له دې ناستي او د مذاکراتو له دې بهير سره موافق نه وي، په ترکيب يې اعتراض لري او وايي چې د دوی رسمي استازو په دې ناستې کې برخه نه درلوده؛ نو غوره ګڼي چې دا ناسته همدلته متوقف شي او د طالبانو په توافق د داسې ناستې او مذاکراتو انتظام وشي چې د دوی اصلي او رسمي استازي په کې برخه ولري.

سرچينه زياتوي، حزب اسلامي د دولت او سياسي ګوندونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ د جدي او صادقانه مذاکراتو په کلکه ملاتړ کوي او همداسې رښتيني بين الافغاني مذاکرات د بحران د حل تر ټولو لنډه او ډاډمنه لار ګڼي.

حزب اسلامي وايي، باور يې دا دى چې بالواسطه مذاکرات او بهرنی وساطت د دې پر ځای چې د ستونزو په کمولو کې مرستندوی ثابت شي؛ نورې ستونزې راولاړوي.

د دې ګوند په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې حزب اسلامي په غير اصولي سياست او ناسالم رقابت باور نه لري، د سياسي ګوندونو د تجزيې او وېشلو پر ځای د هغوی د ليدلوري او تګلارې د اصلاح او تصحيح او د ټولو سياسي ګوندونو ترمنځ د تفاهم فضاء رامنځته کولو هڅه کوي، غواړي جګړه پای ته ورسېږي او روان بحران ته افغاني حل و موندلی شي.

سرچينه زياتوي: "دې ته ترجيح ورکوي چې سياسي ګوندونه د قوم او سمت پالنې له تنګ ډنډ راووځي، ملت شمول شي، ټول ولس او د ولس ټولې پرګنې ځان په کې وګوري، اسلام او هېواد ته ژمن وي، نه کوم وړوکي قوم او ټولي ته، د ګواښ ژبه او ادبيات ترک کړي، د زور کارولو او د پرديو پر مټ قدرت ته د رسېدو مخکنۍ ناکامې او خونړۍ تجربې تکرار نه کړي."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.